پاکستاني پولیسو د محمود خان اڅکزي په کور عملیات کړي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکرتر عبدالرحیم زیارتوال وايي، چې تېره شپه د بلوچستان یو شمېر امنیتي ادارو د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند محمود خان اڅکزي پر کور عملیات کړي او یو ساتونکی یې نیولی دی.
زیارتوال په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پر کور عملیات او تالاشي غندلې او لامل یې په ملي جرګه کې د عمران خان په تړاو د محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونې یادې کړې دي.
د یادونې ده، چې محمود خان اڅکزي دوه ورځې وړاندې د پاکستان په ملي جرګه کې ویلي وو، چې عمران خان د خلکو رایه اخیستې وه او د حکومت له خوا په ټاکنو د نوموړي په حق کې درغلۍ شوې دي.
هېره دې نه وي، چې پاکستاني پولیس ډېری وخت د پښتنو سیاستوالو په کورونو چاپې وهي او د مشرانو د نېولو او ځورولو هڅه کوي.