The news is by your side.

ولاړ متون او روانه پوهنه

خبریال وېبپاڼه: دا چې ویل کیږي:
« ښځه له ښځې بلاربېدلای شي، خو ماشوم به یې یوازې غوښه وي او هډوکی به نه لري… یابل ځای وايي: کوم چا په هیندوستان کې خوب لیدلی و، چې په بصرې کې یې له کومې ښځې ماشوم شوی او بله ورځ هغه ښځه راغلې او ماشوم یې له ځان سره راوړی، چې: ها! دا دې هم ماشوم…

یا بل څوک دعوا کوي، چې کوم ملا د دوه زره نجونو بکارت کتلی و، یوازې یې دوه پېغلې وې، نورې ټولې خرابې… یا که ویل کیږي، چې روانې اوبه تر بدمخیو نارینه وو ښایسته هلکان خوښوي او ورته رپیږي… یا هم څوک د ایمان د حلاوت له زوره انزال کیږي… او بالاخره باور کیږي، چې زمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده او مچ چې د غوايي په پوزه ورننوځي، نو غویی سر ښوروي او ایسته زلزله کیږي…»

دا هرڅه بې سرچینې خبرې نه دي. خامخا کوم لیکل شوی متن یا د شیخانو رانقل شوی روایت یې ترشا شته.
ستونزه دا نه ده، چې روایتونه سرچینه نه لري، اصلي ربړه دا ده، چې مأخذونه هغه ولاړ او خورا پخواني متون دي، چې د مثبته علومو له نوي کېدو، مختیا، تکامل او پرلپسې تجربي بشپړتیايي بهیر څخه لرې پاتې دي.
پوهنه روانه او نوې کېدونې ده، خو زموږ ناندرۍ پر هغو متونو دي، چې ولاړ (راکد) پاتې دي او نوښت یا نوي کېدل، یا په ورځ کېدل نه یوازې چې نه مني، بلکې بدعت او کفر یې ګڼي.
له قرآن مجید او صحیح احادیثو پرته، چې بېشکه خپل ګروهیز او اخلاقي اصالت لري، نور هغه متون چې په راروسته دویمې تر اوومې هجري پېړۍ پورې تولید شوي دي د تاریخي لویو پېښو له کبله ولاړ پاتې دي، چې روسته به ورته اشاره وشي.
د توحید علم، عقاید، کلام، احکام او د دین اخلاقي بحثونه، چې په قرآن او صحیح احادیثو کې ریښه لري، د خپل ماهیت له مخې یې ثابت‌والی لازمي دی. خو تر دې ورهاخوا هرهغه څه چې په طبیعي علومو، ټولنپوهنې، تاریخ، بشرپېژندنې، حقوقو – سیاست، توکمپوهنې، ژبپوهنې، جغرافیا او نورو تجربي علومو پورې اړه لري، که ثابت پاتې شول، مري.
بشریت هرڅومره چې له طبیعت، ټولنې او انساني چارچلند و تاریخي تکامل سره اشنا کیږي، هماغومره نویو علمي پایلو ته رسیږي، چې له دې کبله ګڼې زړې ظاهراً علمي فرضیې یا ناسمې ثابتیږي یا نیمګړې.

دا متون ولې ودرېدل؟

په ۶۱۶ – ۶۱۷ هجري کې د چنګیزخان لښکرې سمرقند و بخارا ته راورسېدلې او په دې توګه د اسلامي تمدن ویجاړول او په وینو رنګول پیل شول.
تر دې مهاله په اسلامي نړۍ کې لاندې علمي حوزې ډېرې مشهورې وې:

• د دویمې هجري پېړۍ د پای کلونه و، چې په بغداد کې بیت‌الحکمه جوړه شوه. د پوهې و ژباړې دغه مرکز اسلامي نړۍ او ان روسته ټولې متمدنې نړۍ ته د علومو د مختیا، پراختیا او رسولو لپاره حیاتي ونډه ترسره کړه. همدا راز د بغداد نظامیه مدرسه، چې د نظام الملک په وسیله په ۴۵۹ هجري کې جوړه شوه او د اُم‌المدارس لقب یې و.

• له دویمې هجري پېړۍ څخه د بلخ، بخارا او سمرقند علمي حوزو سر راپورته کړ، د دغو حوزو علمي شهرت دومره و، چې په ۲۴۲ هجري قمري مړ، د بغداد و بصرې قاضي یحیی بن اکشم وویل: په هېڅ ښار کې دومره علما او فضلا لیدل شوي نه دي، لکه په بلخ کې چې شته. بلخ دا مهال د (دارالفقاهة)، (دارالاجتهاد) او (قبةالاسلام) په نومونو یادېده.

• د څلورمې هجرې پېړۍ په پای کې د غزنوي سلطان محمود د واکمنۍ پرمهال غزني او د غوریانو د واکمنۍ پرمهال غور هم د اسلامي پوهنو او معارفو – په تېره نجوم او ادبیاتو- مرکزونه ول، چې همدوی بیا د اسلامي
پوهنو لمن تر لاهور او هیندوستان پورې پراخه کړه.

• د څلورمې هجري پېړۍ په نیمایي (۳۵۹) کې فاطمي واکمنو په مصر کې د الازهر دارالعلوم بنسټ کېښود، چې تر نن پورې د اسلامي علومو او عربي ژبې لوی پوهنتون دی.

• په ۳۶۶ قمري کې د اندلس (اسپانیا) اُموي خلیفه الحکم الثانی په سلګونو مدرسې جوړې کړې، د قرطبې د پوهنتون بنسټ کېښودل شو، د هغو بېوزله زدکوونکیو لګښت به خلافت ورکاوه، چې له نورو سیمو درس ته راتلل. په دغو علمي حوزو کې نجونو هم درس لوست. قاضي ابوالفضل عیاض بن موسی او ابوالولید بن رشد غوندې ګڼ نړۍ‌پېژندلي پوهان د همدې علمي حوزې ستوري دي.

• دمشق، بیت المقدس، کوفه او د منځني ختیځ ځينې نور ښارونه هم په دغو پېړیو کې د مشهورو علمي حوزو او مدارسو لرونکي و…

خو د چنګیز یرغل هرڅه ونړول. هولاکو خان (د چنګیز لمسي) په ۶۵۶ قمري کې بغداد محاصره کړ او تر یوې خونړۍ جګړې روسته یې د عباسيانو روستی خلیفه المستعصم بالله عبدالله بن منصور په یوه غالۍ کې وپيچه او د اسونو تر پښو لاندې یې وواژه ( هولاکو ته چا ویلي وو، چې خلیفه دیني مقام لري او که وینه یې وبهول شي، مغولي لښکرو ته به مصیبت پيښ کړي) ، ځينې وایي په اوبو کې یې ډوب کړ او په دې توګه یې د اسلامي تمدن او علومو طلايي دوران پای ته ورساوه.
مغولو د نورو اسلامي ښارونو په شان دارالخلافة بغداد هم ونړاوه او لسګونه زره انسانان یې ووژل.
د مغولو ټَکې له بلخ و بخارا رانیولې تر بغداد پورې ټول علمي مراکز وسیزل. ویل کیږي، چې د بلخ کتابتون یې د امو سیند کې ډوب کړ، څو ورځې اوبه د کتابونو د سیاهۍ له رنګه تورې بهېدې.
تر دې روسته یوازې تر لنډې مودې د اسپانیا په اُموي او تر اوږدې مودې د مصر واکمنیو او بیا د تورکیې (ختیځ روم) په عثماني ټولواکۍ کې علومو ته پام کېده او په هیندوستان کې د تصوف او ادبیاتو یوه بډایه دوره راپیل شوه، چې تر ډېره له هیندي عرفان سره ګډ اسلامي تصوف ته یې پام و، چې د نفس په ځپلو یې ټینګار کاوه. دا هم د انګریزانو له راتللو سره راونړول شوه.
دیوبند مدرسه له خپل ټول فقهي اهمیت سره سره د انګریزانو د لاسوهنو او سیاسي لوبو له امله د عصري علومو له رڼا بې‌برخې وساتل شوه. تر دې بریده، چې روسته روسته یې له عصري علومو سره د تکفیر تر بریده مخالفت راپیل کړ.
دلته د مړژواندي تصوف ځینو مهمو سلسلو هم تر هرڅه وړاندې له فیلوسوفي سره دوښمني کوله. هیڅوک په دې نه غږېدل، چې فیلوسوفي پخپله علم نه دی، بلکې له علومو سره د انسان مینه ده. فیلوسوفي د داسې پوښتنو او ځوابونو هڅه ده، چې پربنسټ یې پوهنې و تجربې یوې منطقي پایلې ته رسیږي. په دې توګه له فیلوسوفي سره دوښمني له نورو طبیعي او بشري پوهنو سره په دوښمني واوښته.
د تاریخي تشې او فترت تر زمانې پورې په اسلامي قلمرو کې علمي حوزو دوه ځانګړنې درلودې:

۱ـ تر دې مهاله پوهنې ډېرې څانګیزې شوې نه وې، نصاب داسې و، چې تر صرف و نحو روسته به فقهي کتابونه، تفسیر، حدیث، سیرت، کلام، منطق، علم الانصاب، تاریخ (اخبار)، میراث، ریاضیات ( د هندسې او موسیقي په ګډون)، نجوم، طب او یوڅه کیمیا لوستل کېدل.

۲- په فقهي مباحثو کې د اجتهاد و قیاس لپاره ځینو طبیعي علومو ته اړتیا وه، د بېلګې په توګه د قبلې د جهت موندلو او د لمانځه د وخت و اختر و روژې د معلومولو لپاره جغرافیې او نجوم ته اړتیا وه. د حیض و نفاس و له فقهي احکامو سره د ناروغیو د اړیکو لپاره یوڅه بیولوژي و طب ته اړتیا وه. د میراث د علم لپاره حساب و ریاضیاتو ته، د عقایدو او کلامي بحثونو لپاره منطق ته اړتیا وه او د سیرت، انبیاو، اصحابو او تابعینو پېژندلو او له اسرائیلیاتو د ځانساتنې لپاره علم الانصاب او تاریخ ته اړتیا پېښېده.
قرآن مجید، چې پخپله د بلاغت تر ټولو عالي معجزه ده، ځکه خو یې په کنایو، استعارو، تشبیهاتو او رموزو د پوهېدو او سم تفسیر لپاره د صرف و نحوې تر څنګ بلاغي علوم او معاني هم لوستل کېدل.
په دې توګه د فقهي بحثونو پوهانو به د احکامو د تدوین لپاره یوڅه دغه نور علوم هم زده کول.
جګړو او خونړیو سیاسي بدلونونو په اسلامي جغرافیه کې مهمې علمي حوزې ړنګې کړې او په دې توګه یې له عقایدو او فقهي بحثونو سره د طبیعي و بشري پوهنو موازي خوځښت مختل او ګډوډ کړ.
یادو پېښو په اسلامي نړۍ کې له هغو فقهي احکامو او بنسټي عقایدو پرته ( چې په قرآن او حدیثو کې یې سرچینې لرلې) د نورو علومو مختګ و پراختیا یا ودروله او یا بیخي پڅه کړه. حکمت، طب، ریاضیات، فیزیک، کیمیا، نجوم، هنر، تاریخ، موسیقي او نور علوم له زدکړو او تجربو پاتې شول او له هغه ځایه، چې د دغو علومو ماهیت نوی کېدونی او د تجربو پربنسټ د ودې وړ و، نو له ولاړو فقهي متونو سره یې واټن ورځ په ورځ زیاتېده، داسې ورځې ته راورسېدل، چې متحجرو فقیهانو د نادیني پوهنو په حیث ښه نه ګڼل، ان چې لا تکفیرول یې هم.
په عثماني خلافت کې د دې لپاره چې د ثابتو فقهي او عدلي احکامو حساب له نورو بدلیدونکیو پوهنو څخه بېل شي، په کال ۱۲۹۳ کې تر اووه کاله څېړنو روسته د مجلةالاحکام العدلیه تدوین ترسره شو.
په دې بڼه د فقهي احکامو یوه مجموعه رامنځ ته شوه، چې حکمونه یې ثابت دي او ښايي له وخت سره یې یوازې ځينې فروعات نوښت و بدلون وغواړي.
په اسلامي نړۍ کې د جمود، رکود او فترة یوې اوږدې دورې پر مهال په اروپا کې رېنېسانس پیل شوی و. د بیا زېږدا یا بیا ویښېدا د غې زمانې تر ټولو لویه ځانګړنه هنري – ایستیتیکه وده، علمي انقلاب، او د تکنولوژي رامنځته کېدل و.
دا به نه هېروو چې د اروپايي رېنېسانس او علمي انقلاب اصلي سرچینه د اسلامی پوهانو په وسیله د یوناني اثارو د ژباړو او له هغو سره د اسلامي نړۍ د علمي بریاوو د پایلو بېرته ورتلل وو. فارابی، خوارزمي، ابوریحان بیروني، رازي، بلخي، ابن سینا، ابن رشد او نور لسګونه پوهان د دغه لېږد ځلانده څېرې وې.
څو پرلپسې پېړۍ په اروپا کې نوې علمي تجربې وشوې، د زمکې د مرکزیت تیوري د کوپرنیک و ګالیلو په وسیله ونړول شوه، اروپايي پوهان او هنرمندان د کلیسا و کشیش د تکفیر په وړاندې ودرېدل. ځينې یې په ژوندوني وسیزل شول، تبعید، زنداني و مجازات شول، خو له کښلیو توبه‌لیکونو سره سره یې خلکو ته وویل: « موږ به توبه وباسو، خو زموږ توبه دا حقیقت بدلولای نه شي، چې زمکه پر لمر راڅرخي.»

په اسلامي نړۍ کې اووه – اته پېړۍ دا جرئت چا ونه کړلای شو او په دې توګه د دویمې و درېیمې هجري پېړۍ پرمهال ولاړ پاتې شوي روایتونه لا هم حاکم وو، لاهم زمکه د غوايي پر ښکر سپره وه او ګواکې د ښځې و ښځې له جنسي اړیکي څخه بې هډوکو ماشوم زېږېدلای شو. که څه هم ساینس ویل، چې د نارینه و ښځينه له سپرم و اووم (هګۍ) پرته لقاح کېدلای نه شي.
سم کار خو دا و، چې اسلامپوهانو د یوه عقیدوي – فقهي حکم په توګه یوازې پر دې بسیاینه کړې وای، چې د ښځینه وو تر منځ جنسي اړیکې د اصلي نصوصو ( قرآن و حدیث) له مخې حرامې دي. بس.
دا چې له دې ماشوم پیدا کیږي، که نه؟ ښايي دا بحث یې بیولوژي ته پرېښې وای. دا یو مثال دی، چې موږ ته د پوهنو د ماهیوي بېلتون منطقي کرښه راښيي. داسې زرګونه روایتونه شته، چې لا هم د دویمې و درېیمې هجري پېړیو په ولاړو پاتې شویو متونو کې ریښې لري او که نن یې څوک ونه مني تکفیریږي، حال دا چې خورا ساده ساینسي تجربې یې نه مني.
دا کیسه هغه وخت لا ستونزمنه شوه، چې د دویمې و درېیمې هجري پېړیو د ولاړو پاتې شویو متونو پر بنسټ روایت شوي غیرفقهي حکمونه له سیاست، حکومتولۍ، اقتصاد، ټولنیز سمون او نورو دنیوي ژوند چارو سره ګډ شول.
ټولنې د نړیوالو علمي پرمختګونو له بهیر سره سم مخ‌وړاندې زور کاوه خو ولاړپاتې متونو او احکامو شاته کشول. ارتجاع یعنې همدا.
مطلق اکثریت اسلامي هوښیارو هېوادونو دا ستونزه حل کړه. له قرآن و حدیثو رااخیستل شوي هغه اساسات یې، چې په عقایدو او عدلي فقهې پورې مربوط ول، بېل کړل. خو د ژوند نورې ټولې برخې یې د نوي‌کېدونکیو تجربي علومو له پرمختګ سره ملګري کړل. ساینس و تکنولوژي یې ومنله او د خپلې پیاوړتیا لپاره یې وکاروله. ټول طبیعي او بشري علوم یې نه یوازې له تکفیر څخه وژغورل، بلکې د یوه مهم اصل په توګه یې د اسلامي اقتدار بنسټونه وګڼل.
هوښیارو مسلمانو ملتونو وویل: توحید و رسالت اصل دي، بدلېدلای نه شي. انسانوژنه، غلا، دروغ… لویې ګناه‌وې دي او باید له اسلامي احکامو سره سم مجازات شي. خو طب، بیولوژي، فیزیک، سیاست، اقتصاد، د نوي عصر له غوښتنو سره سم تقنین، ارواپوهنه، هنر، ادبیات، بشرپوهنه، ریاضیات، نجوم… سَیال(جاري) ، بدلیدونکي، نوي کېدونکي او روان علوم دي، دا د دویمې و درېیمې هجري پېړۍ په متونو کې ولاړ پاتېدلای نه‌شي.
د عقایدو او فقهي احکامو په برخه کې د امام ابوحنیفه او نورو ائمه‌وو نظریات معتبر دي. خو د نجوم په برخه کې نور نو د عبدالرحمن بن احمد بن یونس صدفي د (الزیج‌الکبیر الحاکمي) کتاب د نننیو کیهاني علومو پوښتنو ته ځواب ویلای نه شي. دا بیخي سمه ده، چې د ابن یونس الزیج په خپل وخت کې یو علمي شهکار و، خو نن باید د ستیفن ویلیام هاوکینگ د کیهاني تورو ګرداړو Black Holes نظریات وڅېړو او د اتومي فیزیک په برخه کې د خپل دکتور محمد تنها خبرې واورو.

لیکنه: عبدالغفور لېوال

ځواب ورته ورکړئ‌