The news is by your side.

نامعلومه وسله والو بلوچستان کې ۱۱ کسان وژلي

خبریال وېبپاڼه: نامالومو وسله والو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
یاده پېښه تېره ورځ د نوشکي په سلطاني چړهايي سیمه کې رامنځته شوې.
په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب اوسېدونکي دي.
ویل کېږي، چې یاد کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان ته تلل، چې نامالومو کسانو له ګاډي کوز کړي او بیا یې پرې ډزې کړي.
بل لورته پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
لاهم د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ځواب ورته ورکړئ‌