The news is by your side.

د سترګو نظر د کمېدو مخه څنګه ونيسو؟

د سترګو نظر د انسان د عمر په زياتېدو کمزوری کېږي او عينکې په سترګو کوي، خو د سترګو نظر ښه ساتل ډېر اړين دي، ممکن دا کار ستونزمن ښکاره شي، خو داسې نه ده بلکې ځينې ډېر ساده او اسان ټکي عملي کول، مو د سترګو نظر تر ډېره ښه ساتلی شي.

د سترګوو نظر د کمزوري کېدلو نښې:
ويل کېږي احتياط تر ډېرو درملنو ښه لار ده، که کله مو لاندې نښې په ځان کې وليدلې نو ژر مو درملنه وکړئ.

د سترګو درد:
زموږ سترګې د يو لېنز په ډلو کار کوي، چې په بېلابېلو واټنونو کې پراته شيان ځانته جوړوي او ګوري يې، خو کله کو مو لږ لرې شيانو ليدلو کې ستونزه احساسوله، نو سترګې به مو ډېر کوښښ کولو ته اړ وي تر څه دغه لرې تصوير تاسو ته درورسوي، چې له امله يې په سترګو کې درد، سوخت، خوشکي او اوبه راپيدا کېږي، چې دا د نظر کمزورۍ يوه لويه نښه ده.

د سر درد:
په سترګو بوج راوړل د سر درد لامل ګرځي، ځکه کله چې سترګې د خپل کار کولو لپاره ډېر زيار وباسي، نو تر څنګ يې درد راپیدا کېږي، په ځانګړي ډول کله چې تاسو کتاب لولئ، کمپيوټر کاروئ يا تختې ته ګورئ، نو کله چې مو سترګې د تصوير اخيستلو لپاره ډېره توجه کوي، نو عضلات پر ډېر او سخت کار کولو مجبورېږي، چې له امله يې سر درد نيسي. که تاسو دا ډول کار کوئ، نو تر منځ يې پنځلس يا دېرش ثانيې دمه وکړئ.

په سترګو فشار راوړل:
که تاسو سترګې پټې کړئ او بيا يې خلاصې کړئ، که هر څه درته په صفا او پاک ډول ښکاره شول، نو مانا دا چې د سترګو نظر مو مخ په خرابېدو دی. پر سترګو فشار راوړل د شيانو په ليدلو کې مرسته کوي، خو ډېر وختونه داسې کار کول مو نظر خرابوي او سردرد رامنځته کوي.

په تېزه رڼا کې درته د ليدلو ستونزه رامنځته کېږي:
که په تېزه يا ډېره رڼا کې مو په نظر کې حلقې پيدا کېږي او ليدل درته ستونزمن وي، نو د نظر له کمېدو سره مخ ياست.

د سکرين کارول کم کړئ:
د زيرک موبايل يا کمپيوټر ډېر کارول هم د سترګو په نظر تاثير کولای شي، په يوه ورځ کې دوه ساعته ياد توکي کارول تاسو د سترګو (ډيجيټل ای سټرين) ستونزې سره مخ کوي. دا ستونزه ستاسو په سترګو کې سوروالی، خارښ، خشکي، سردرد او نور مشکلات پيدا کوي.

له تماکو نشې څخه ځان وژغورئ:
د تماکو نشې څخه ګټه اخيستل ستاسو نظر له ډېرو ستونزو سره مخ کولای شي. دا نشې ستاسو د سترګو اعصابو ته زیان اړوي، د دې تر څنګ د شکر ناروغي هم د سترګو د خرابېدو لامل ګرځي.

د نظر تېزوالي لپاره ګټور خوراکونه:
د سترګو نظر د الله تعالی يو لوی نعمت دی، چې موږ او تاسې يې په لاندنيو غذاګانو سره ساتنه کولای شو.

بينګړۍ (بېنډۍ):
په بنډيو کې د (زېکسن) او (لوټين) مرکبات شتون لري، چې د سترګو نظر لپاره ډېر ګټور دي، د دې تر څنګ په بنډيو وټامن سي هم زيات دي چې د سترګو د روغتيا لپاره ډېر اړين دي.

خوبانۍ:
د عمر په زياتېدو د انسان نظر کمزوری کېږي، خو ډاکټران وايي چې (بيټاکيروټين) د انسان نظر ښه کولو مرسته کوي، دا هم ويل کېږي چې هره ورځ د ويټامن سي، ويټامن ای، زېنک او کاپر درلودونکي خواړه خوړل، د انسان نظر پياوړی کوي، دا ټول اجزاء په خوبانۍ کې شتون لري، چې په خوړلو يې د انسان د نظر خړوالي خطر تر (۲۵) سلنه راکمېږي.

ګازرې:
په ګازرو کې ويټامن ای شتون لري، چې د سترګو پردې او نورو برخو د کار په ښه والي کې ډېره مرسته کوي، هره ورځ د ګازرې خوړل د انسان سترګو نظر پياوړی کوي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance