The news is by your side.

د لاس ورغوي د سوځېدو لاملونه

کله کله د انسان ګوتې يا د لاس ورغوي سوځي، يا خارښ کوي، انسان فکرمند کېږي او اندېښنه کوي چې لامل به يې څه وي، نو خپه کېږئ مه، د لاس د ورغوي يا ګوتو سوځېدل څو لاملونه لري، چې ډېر يې بې ضرره دي، خو کله کله د روغتيايي مسايلو له امله هم کېږي.

دلته درته ځينې لاملونه درښايو چې له امله يې د لاس ګوتې يا ورغوي سوځي، که له دغو حالتونو سره مخ شوئ، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

سخته ګرمي:
کله چې موسم ډېر تود شي، نو په رګونو کې د وينې حرارت زياتېږي، چې له امله يې د لاس ګوتې يا ورغوي سوځي يا خارښ کوي، چې دا سوزش ډېر ژر ختمېږي، خو که د دې سوزش له امله مو د لاس قوت کمزوری يا درد پيدا کړي، نو بيا مسئله بله ده او له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

ډېره مالګه خوړل:
په خوړو کې ډېره مالګه کارول د ګوتو د سوزش لامل ګرځي، په بدن کې د اوبو او مالګې توازن برابر وي، خو کله چې زياده مالګه وخوړل شي، نو بدن د دې د استعمال لپاره زياتې اوبه راجمع کوي، چې د سوزش لامل ګرځي. ډېر کله دا سوزش په يوه ورځ کې پايته رسېږي، که د مالګې استعمال کم کړئ او بيا هم سوزش دوام وکړي، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د بندونو ناروغۍ:
د هډوکو يا بندونو ناروغيو له امله هم ګوتې له سوزش سره مخ کېږي، خو بيا هم د دې ناروغۍ له امله رامنځته شوی سوزش ډېر دردوونکی او تکليف ورکوونکی نه وي.

حساسيت يا زخم:
ګوتې د حساسيت له امله هم له سوزش سره مخ کېږي، د دې حساسيت بېلابېل لاملونه کېدای شي، لکه د نوکانو خوړل، په غوښه کې د نوکانو ننوتل يا نور… که تکليف مو ډېر وي يا ګوتې مو د کار کولو پر وخت زورېږي، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د ورزش تاثير:
د ورزش پر مهال ګوتې يا لاسونه ډېر کله سوځي، ځکه د بدني کار پر مهال د وينې بهير زياتېږي، تر څو د عضلاتو لپاره اړين توان رامنځته شي.

ځانګړي درمل:
د ځينو ځانګړو درملو له امله هم په ګوتو يا لاس کې سوزش پیدا کېدلی شي، لکه د لوړ فشار، شکر يا د ماشوم زېږون مخنيوي درمل.

حمل:
د حمل پر مهال د لاس يا ګوتو سوزش ډېره عامه خبره ده، خو بيا هم که لاسونه او مخ مو يوځای سوځي، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د پښتورګو ناروغي:
کله چې ګردې له بدن څخه د زياتو مايعاتو خارجولو توان ونه لري، نو هغه مايعات په بدن کې جمع کېږي چې د لاس يا ګوتو د سوزش لامل ګرځي.

فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance