The news is by your side.

د ښه او ارامه خوب کولو لپاره (۱۰) مشورې

زموږ بدن، ورځنۍ چارې، فکر، پرېکړه کول، نوې نظريې او د ژوند هر اړخ له دماغو سره تړلی دی، د دماغو لپاره بيا ښه درمل پوره او ښه خوب دي. خوب د هر ماشوم، ځوان، بوډا، ښځې او نر اړتيا ده. په هر بدن کې د خوب پوره کولو وړتيا توپير کوي، څوک په شپه او ورځ کې څلور، څوک شپږ، څوک اته، څوک لس او څوک دولس ساعته خوب کوي، ځينې تر خوب وروسته هم تر او تازه نه وي، چې له امله يې په بدن کې کمزورتيا، ستړيا او ناارامي پاتې کېږي، موږ نن داسې لس عوامل درښايو چې پر پلي کولو يې تاسو ارامه خوب کولای شئ.

۱- د سهار له روښنايۍ ګټه پورته کړئ:
په تود موسم کې لمر ژر راخېژي، نو له همدې امله سترګې هم ژر خلاصېږي، نو غوره ده چې سهار مهال له روښنايۍ ګټه پورته کړئ او د لمر وړانکې بدن ته جذب کړئ. له بل چا سره يا ځانله قدم وهلو ته ووځئ، یا سهار وخته بهر لاړ شئ او چای وڅښئ، يا له کړکۍ څخه راتلونکې هوا ته کېنئ او چای وڅښئ، دا عادت په خپلو وړو يا ځوانو بچو باندې عملي کړئ، د سهار تازه هوا د هډوکو او بدن فعاليت لپاره ډېره اړينه ده، څوک چې سهار مهال وختي پاڅېږي، د شپې به وختي خوب ورځي.

۲- روښنايي له منځه يوسئ:
زموږ دننه هم يو طبيعي ساعت شتون لري، چې موږ ته د خوب او له خوبه د پاڅېدو وختونه راښايي، د شپې روښنايي زموږ دماغو ته دا خبره رسوي چې تر اوسه د ويده کېدو وخت نه دی، نو د شپې مهال نه يوازې دا چې د کوټې روښنايي بنده کړئ، بلکې زيرک موبايل، ليپ ټاپ، ټلوېزيون يا نور روښنايي کوونکې الې هم بندې کړئ، تر څو مغز مو دې ته چمتو شي چې اوس د خوب وخت دی.

۳- عادت مو جوړ کړئ:
لومړی موږ بايد د خپل خوب عادت منظم او جوړ کړو، د خوب لپاره شپه تر ټولو بهترين وخت دی، که موږ خپل عادت داسې جوړوو چې د شپې وختي ويده شو او سهار وختي پاڅېږو، نو مغز او بدن دواړه به مو چست او چالاک وي، وړتيا به مو لوړېږي، پياوړي به ياست، او طبيعي خوب به کوئ، ځکه الله تعالی شپه د سکون لپاره جوړه کړې. به ناسمو وختونو کې له خوب څخه ځان وژغورئ، د شپې وختي ويده شئ تر څو سهار وختي پاڅېږئ.

۴- د شپې تر ناوخته چای مه څښئ:
موږ د خوب تښتولو لپاره چای يا کافي څښو، که د شپې تر ويده کېدو مخکې تاسو کيفين کاروئ، نو خوب به مو هرو مرو له منځه ځي. همدا شان که د شپې تر ډوډۍ خوړلو سمدسته ويده کېږي، نو د معدې سوز به مو خوب ته پرېنږدي، په تشه ګېډه هم مه ويده کېږئ، ډوډۍ بايد تر ويده کېدو دوه ساعته مخکې وخوړل شي.

۵- د ارامه اوسېدو کوښښ وکړئ:
ورځنۍ پېښې او اندېښنې د شپې د ويده کېدو پر مهال د انسان ذهن ته ورځي، کوښښ وکړئ چې داسې فکرونه له زړه وباسئ او يوه ژوره ساه واخلئ، ځان مو ارامه کړئ او د ويده کېدو کوښښ وکړئ، ځکه څه چې شوي هغه تاسو نه شئ بدلولی او راتلونکې ورځ ستاسو په لاس کې نه ده.

۶- د خوب ګولۍ هېڅکله مه کاروئ:
ګڼشمېر کسان چې ژر نه ويده کېدو له ستونزې سره مخ وي، ډېر کله د خوب ګولۍ کاروي، چې دا چاره يې نه يوازې دا چې د خوب وخت خرابوي او بيا پرته له ګولۍ نه شي ويده کېدلی، ذهني ناارامتيا هم وراچوي، ځکه د ده ذهن او دماغ داسې جوړېږي چې که چېرې ګولۍ ونه خورم ما ته به خوب رانه شي.

۷- نرۍ او نرمې جامې واغوندئ:
توشک، بالښت يا د ويده کېدو ځای مو بايد داسې نه وي چې ساه اخيستل په کې ستونزمن وي، د ويده کېدو لپاره نرمې جامې واغوندئ، بالښت مو د سر لاندې داسې کېږدئ چې ارامتيا احساس کړئ، د کوټې حرارت مو داسې وساتئ چې تاسو په کې ارام احساس کړئ.

۸- تازه دمي اووسئ:
ځينې وختونه تاسو په کاروباري مسايلو کې د لمر ضد کريم، ميک اپ يا نور درمل او کريم پر مخ کاروئ، چې د ګرمۍ او خولې له امله مو بدن کې سرايت کوي، تر ويده کېدو د مخه په نيمه تودو اوبو حمام وکړئ، ټول بدن به مو پاک شي او پر پوستکي باندې پرته ناارامتيا به مو له منځه لاړه شي، دا شان به تاسو ارام احساس کړئ او ښه خوب به وکړئ.

۹- تفرېح ته لاړ شئ:
کوم باغ يا شين ځای ته لاړ شئ، يو څو شېبې هلته تېرې کړئ، تازه هوا واخلئ، په دې شرط چې هېڅ زيرک موبايل یا نور الکترونيکي توکی له ځان سره يونسئ، په طبيعي چاپېريال کې د اوسېدو له امله ستاسو طبيعي ساعت هم پر فعاليت راځي، ځکه هلته داسې مصنوعي روښنايي نه وي چې ستاسو پر سترګو ولګېږي.

۱۰- ډېرې اوبه وڅښئ:
تاسو به دا ډېر اورېدلي او لوستلي وي چې د شپې ډېرې اوبه څښل د پوستکي لپاره ګټورې دي، ځکه د دې له امله د شپې د خوب پر مهال ستاسو پوستکي او بدن ته د اوبو کمښت نه احساسېږي، خو دا خبره هم واورئ چې د يخنۍ په موسم کې هم ډېرې اوبه وڅښئ، ځکه يخنۍ کې پوستکی له ډېرې خوشکۍ سره مخ وي.

فياض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance