امريکا ته د ايران خبرداری
خبریال وېب پاڼه/ د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی که امریکا په امنیت شورا کې د ایران پر وړاندې د تسلیحاتي بندیز د مودې د غځولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي، د ایران له تند غبرګون سره به مخامخ شي.
ایران په دې تړون کې منلې چې د نړیوالو بندیزونو د کمولو په بدل کې به خپل اټومي فعالیتونه کم کړي.
د دغه بندیز موده چې په دوه زره پنځلسم کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون له مخې نافذ شوی، د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې ختمیږي.
واشنګټن بیا هڅه کوي چې دا بندیز وغځول شي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې که امریکا غواړي دې تړون ته بېرته راوګرځي باید ټول بندیزونه لېرې کړي او خپلې تېروتنې جبران کړي.
ښاغلي روحاني ويلي چې ایران به په هېڅ صورت د تسلیحاتي بندیزونو تمدید ونه مني.
ایران او امریکا له کلونو راهیسي یو بل سره په سیاسي او اقتصادي کړکېچ کې دي، ایران د یورانیمو په غني کولو او اټومي فعالیتونو په ډېرولو سره امریکا د ځان دوښمنه کړه، په دې کار یې نه یوازې امریکا بلکې د نړۍ ډېر هېوادونه د ایران د مخالفت په لیکو کې ودرېدل.
امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه هم لګولي، چې له امله یې په ایران کې د توکو بیې ختلي او د ایران اقتصاد ته یې هم څه نا څه ټکان ورکړی.
اوس په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره هم مهاله داسې انګیرل کېده، چې ګواکې امریکا به د ایران پر وړاندې نیولی سخت دریځ نرم کړي او اقتصادي بندیزونه به پرې را کم کړي، خو امریکا لا هم د ایران پر وړاندې نرم دریځ نه لري او وخت نا وخت یو بل ته ګواښونه هم کوي.
ایران لا دا ادعا هم لري، چې ګواکې کرونا ویروس د امریکا پروژه ده او غواړي چې په دې ویروس ایرانیان د ځمکې له مخې ورک کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.