The news is by your side.

کرونا د کندهار ۹۰ سلنه اوسېدونکي بې روزګاره کړي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا له امله د ښار قرنطين د کندهار ۹۰ سلنه اوسېدونکي بې روزګاره کړي دي.

په دې سره په دې ولایت کې د خوراکي توکو بیې هم لوړي شوي او خلک نور د ښار د قرنطين د نرمښت غوښتنه کوي.

د کندهار ولایتي مسؤولين بيا وایي د خوراکي توکو د بيو د کمښت او د احتکار د مخنيوي لپاره به له دې وروسته له پاکستان سره د سپين بولدک لار د اوونۍ په اوږدو کې پنځه ورځي پرانيستې وي.

له شاوخوا يوې مياشتي راهيسې د کندهار ښار د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر قرنطين دی، چې له امله یې اوس د دې ولایت ۹۰ سلنه اوسېدونکي بې کاره شوي دي.

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو ادارې مشر حميدالله مبارز وایي، که د ښار قرنطين همداسي دوام پیدا کړي بېوزلي او بې کاري به نوره هم زیاته شي.

د کندهار ښار اوسېدونکي هم وایي د کرونا ويروس له امله د ښار قرنطين او محدوديت دوی له اقتصادي اړخه ځپلي دي.

دوی وایي د خوراکي توکو د بيو د کنټرول او د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره دې رامنځته شوی قرنطين نرم شي.

د کندهار ولایتي مسؤولين بيا وایي کندهار کې د خوراکي توکو د بيو د ټيټوالي او د سوداګرۍ د عادي کېدلو لپاره به تر دې وروسته له پاکستان سره د سپين بولدک لار اوونۍ کې پنځه ورځي د سوداګريزو موټرو پر مخ خلاصه وي.

د کندهار والي حیات الله حیات وایي د لارې د بشپړې خلاصېدو لپاره هم په مرکزي کچه هڅي راپل شوي دي.

کندهار چې تر اوسه یې تر ۴۳۴ پورې اوسېدونکي په کرونا اخته شوي د ورځې له څلورو بجو وروسته یې ښار په بشپړه توګه قرنطين وي.

د دې ولایت چارواکي وایي د پېښي شوي اقتصادي نا توانۍ د له منځه وړلو لپاره بېلا بيل پروګرامونه په پام کې نيولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.