The news is by your side.

د عامې روغتیا وزیر په کرونا اخته شوی

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په کرونا ویروس باندې د ښاغلي فېروزالدین فېروز د اخته کېدو خبر تائید کړ او زیاتوي چې د نوموړي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت خبریال وېب پانې ته منلې وه چې فېروزالدین فېروز په کرونا ویروس ککړ شوی او ګڼو نورو خبریالانو ته یې هم دغه ویروس لېږدولی دی.

کرونا کابو دوې میاشتې وړاندې افغانستان ته د ایران پولو را واوښت او په هرات کې یې په لومړي ځل لسګونه کسان ونیول چې د یوې میاشتې په تېرېدو سره د هېواد ګوت ګوټ ته ورسېد.

د اپرېل میاشتې له شپږمې تر نهمې نېټې پورې له پاکستان او کوزې پښتونخوا څخه له دوو لارو (سپین بولدک او تورخم) څخه په زرګونه افغانان هېواد ته را ستانه شول چې دې سره د هرات په څېر کندهار او ننګرهار هم د کرونا ویروس په تولیدي ولایتونو بدل شول چې په ډېره کمه موده کې یې د هې،اد هر ولایت ته دغه وبا ولېږدوله.

اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې یوازې ۱۷۱ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

په ټول هېواد کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر له سلو واوښت او د نویو شمېرو له مخې ۱۰۶ کسان په هېواد کې کرونا وژلي دي. له دغې ناروغۍ څخه شاوخوا ۴۴۸ کسان بېرته روغ شوي هم دي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت څخه یوې سرچینې خبریال ته ویلي وو چې ښاغلی فېروزالدین فېروز مخکې په کرونا ویروس اخته شوی ؤ او په یو شمېر رسنیو کې یې هم دغه ویروس خبریالانو ته انتقال کړی ؤ.

د دغې وزارت ویاند وایي چې د فېروزالدین فېروز روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.