The news is by your side.

هرات کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو راټولول

خبریال وېب پاڼه/ د هرات د عامې روغتيا رياست وايي تېرو څو ورځو کې د ښار له بېلابېلو برخو څخه په نشه یي توکو ۲۰ روږدې ښځې راټولې کړي دي.

د هرات د عامې روغتيا رياست هم وايي د هرات ښار له بېلابېلو برخو څخه په نشه یي توکو روږدي ۲۰ ښځې راټولې کړي او اوس يې يو روغتيايي مرکز ته استولې دي.

د دې رياست مسؤولينو ويلي چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولو موخه د کرونا ويروس د خپرېدلو مخنیوی دی.

دا چې نور يې څه ويلي هغه به له هرات څخه د فرهاد جويا د را استول شوي راپور په پښتو شوي بڼه کې ولولﺉ!

هغه مېرمنې چې په نشه يي توکو باندې روږدې دي تېره ورځ د هرات روغتیا ریاست له لوري ټولې شوي دي او د نشه یې توکو روږدو کسانو د درملنې مرکز مداوا ته وړل شوي دي.

اصلي موخه یې د کرونا ویروس پراخوالي مخنیوی ښودل شوی دی.

شمېر یې هم ۲۰ تنو ته رسېده هرې یوې یې هم شپه او ورځ د هرات ولایت ښار سړکونو او زیارتونو کې تېرولي.

د هرات روغتیا ریاست اندېښنه لري چې د کرونا ویروس دې مېرمنو ته د هغو روږدو کسانو څخه چې ایران څخه راستانه شوي دي راغلی دی.

دا مېرمنې شونې ده چې درملنه یې هم وشي او د روغتیا ریاست له دې ګام څخه هرکلی کوي.

په دې بهیر کې به ۷۰۰ تنه نشه یي توکو باندې روږدي کسان له سړکونو څخه راټولیږي.

د هرات روغتیا ریاست مسؤولینو په خبره ۳۵۰ فعال بستره شتون لري ترڅو په کې پر نشه يي توک د روږدو کسانو درملنه ترسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.