The news is by your side.

واحدالله نوشیر دخدمت له پلوه لمړی مقام خپل کړ

خبریال ویب پاڼه – هغه سروې چې د ویښو ځلمیانو د غورځنګ لخوا د افغان لوړ پوړو چارواکو د خدمت څخه د ډاډ او قناعت په پار شوې وه؛ د افغانستان بانک سرپرست رییس ښاغلي واحدالله نوشیر لمړی مقام پکي خپل کړی دی ، سروې کې چې تقریباګډون دوه سوه ګډون والو برخه ورکي لرله ؛ د بیلا بیلو څوکیو لوړرتبه چارواکي ارزول شوي وو.

واحدالله نوشیر چې د تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان بانک د سرپرسترییس په توګه دنده اجرا کوي، په دغه دوره کې د افغانیو ثبات ساتل شوی؛ د نړیوال بانک څخه کومکونه ترلاسه شوي؛ د استخدام پروسه کې شفافیت رامنځته شوی؛ د افغانستان بانک لخوا د خدماتو معیارونه ښه شوي او د جلال اباد زون او ګردیز زون اړونده ولایتونوکې افغانئ مروجه شوې چې ستره لاسته راوړنه ګڼل شوې.

د سروې ګډنوالو د ولسمشر غني څخه وغوښتل چې واحدالله نوشیر د پنځه کلنې دورې لپاره د افغانستان بانک د رییس په توګه وټآکي تر څو په هیواد کې پولي اقتصاد او بانکي سکتور لا پیاوړی شي.

که څه هم پر افغان چارواکو په لویه کې ډېري زیاتي نیوکې کېږي ؛ خو د واحدالله نوشیر په تړاو نظرونه بدل دي .

سلیمان دانش چې د کابل پوهنتون اقتصاد فاکلته کې د ماسترۍ محصل دی وایي:

( افغان چارواکو کې فعلا د افغانستان بانک سرپرست رییس د خدماتو څخه راضي یو، په اقتصادي ډګر کې ډیرې لاسته راوړنې لري).

همدا شان ادریس اسحق چې کابل پوهنتون اداره عامه فاکلته کې محصل دی وایي:

( دافغانستان بانک سرپرست رییس په کمه موده کې وړتیا ښودلې، مونږ یې تر هر چا زیات خدمتونو څخه راضي یو).

په دې وروستیو کې د ختیڅ زون سره هم مهاله یوځل بیا د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د پاکستانیو کالدارو او ایراني تومنونو خلاف اواز اوچت شوی چې د هیواد ډېر ی وګړي دا لاسته راوړنه د افغانستان بانک دریاست د مدریت او تبلیغاتو پایله بولي .

اوس د بل هر وخت په انډول په افغانستان کې د افغانیو دود او راکړه ورکړه زیاته شوې ده ، خو په هم دې مهال داسي نښې نښانې هم شته چې دواړه ګاونډي‌هیوادونه ایران او پاکستان د افغانستان بانک له ریاسته د واحدالله نوشیر د لیري‌کېدو هڅه کوي .

د سروې ډېری ګډونوالو په یوه خوله له ولسمشر غني غوښتي‌چې ښاغلی نوشیر د راتلونکو پلانونو د عملي‌کولو په موخه پر هم دز ریاست وساتي ؛‌څو زموږ ملي‌سیکه (افغانې) د نورو هیوادونو سره لانوره سیاله او ددې هیواد وګړي‌په خپله افغاني‌کرنسي لا نوره راکړه ورکړه وکړي . 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.