بد خبر ! د خوست امنیه قوماندان سید احمد بابازی شهید شو

خبریال ویب پاڼهمل پاسوال سید احمد بابازی، دده سکرتر صافی، یو سرباز د خواجه رحیم سیمه کې په یوه بمي برید کې شهیدان شول ؛ یو بل سرباز ټپي دی .

دا پېښه تېره شپه وشوه ، شهید بابا زی په داسي یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ چې پاکستاني ملیشو لا له وړاندي تابیا ورته نیولې وه .

.د خوست واليحلیم فدايي خبریال ویب پاڼې ته دا خبر تاید کړ او ویې ویل چې دا سولي د نغاره ډنګونکو افغان دښمنو برید ګرو عمل وو.

 حلیم فدايي زیاته کړه :‌

نهایت خواشینۍ سره باید ووایو بېګا شپه یوولس بجې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی د دښمن د سرک غاړې ماین له امله په داسې حال کې شهید شو چې د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينیخېلو سیمې ته د دښمن خلاف عملیاتو ته روان و.

هغه یو مېړنی پولیس و چې د ژوند تر وروستي ساعته د افغانستان له ذلیل دښمن سره و جنګېد او د دې خاورې په دفاع کې شهید شو.

وروسته له هغه چې طالبانو له امریکا یانو سره روغه وکړه ، په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړل .
ددغه بریدونو په غبرګون کې ولسي وګړو پر طالبانو سختي نیوکې وکړې او ډېری هغو چې پخوا یې البان افغانان بلل اوس د پاکستانیو ملېشیو په سترګه ورته ګوري .

په روژه مبارکه کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي‌ دي چې اوس یې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum