The news is by your side.

ملګرو ملتونو کرونا ځپلو ته ۷ بیلیونه مرسته غوښتې

خبریال وېب پاڼه/ په یوه تازه بیان کې راغلي چې ملګرو ملتونو د کرونا ځپلو لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او هېوادونو څخه ۷ بیلیونه مرسته غوښشتې.

ملګرو ملتونو د کرونا ځپلو بېوزلو هېوادونو سره د مرستې په موخه له نړیوالو څخه د ۷ بیلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو بیان کې راځي چې دوی دې پیسو ته ځکه اړتیا لري چې په بېوزلو هېوادونو کې د ملیونونه انسانانو ژوند وژغورل شي او له کرونا سره مبارزه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د پنجشنبې په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې موږ یو نسبتا ښه پیل درلود او تمه ده چې همداسې مخته لاړ شو تر څو وکولی شو په بېوزلو هېوادونو کې د کرونا وبا پر وړاندې سمه او پر وخت مبارزه وکړو.

د دغه سازمان د بشري څانګې مشرتابه مارک لوکاک هم ویلي دا چې په راتلونکو څو میاشتو کې مخ پر ودې هېوادونو کې کرونا و نه لیدل شي او یا ډېر نور و نه ځپل شي خو په دغو هېوادونو باندې یې له رواني او اقتصادي پلوه وار له مخې ډېر بد اغېز کړی دی چې له امله یې ګڼ شمېر وګړي بې روزګاره شوي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې که په بېوزلو هېوادونو کې کرونا وبا خپره شي، نه یوازې مهارول به یې ستونزمن وي بلکې نوره نړۍ به هم تر ستر ګواښ لاندې وي.

کرونا وبا په ټوله نړۍ کې اقتصادي کړکېچ هم را منځته کړی دی او ملتونه یې له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډیوېد بسلي په یوه تازه بیان کې ویلي؛ هغه څه چې موږ یې وینو او احساسوو، دا په حقیقت کې دوه برابره وبایي ده.

د لویو او پراخو مرستو په دغه بهیر کې وړاندیز شوی چې د نړۍ شاوخوا ۶۰ هېوادونو ته دې بېړنۍ مرستې ورسول شي. په دې کې د افغانستان او یو شمېر نورو آسیایي هېوادونو په ګډون ځینې افریقایي هېوادونه هم شامل دي.

اوس مهال به ټوله نړۍ کې ۳،۸ ملیونه وګړي په کرونا اخته شوي دي او شاوخوا ۲۶۵ زره کسان ورڅخه مړه شوي هم دي.

په ورته وخت کې د کرونا له امله په را منځته شویو ګرځبندیزونه کې کمی راوستل هم یوه ستره اندېښنه بلل شوې ده. اوس مهال په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا له امله را منځته شوی ګرځبندیز په تدریجي توګه له منځه ځي چې دې کار د نړیوالو روغتیايي بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي او وایي چې یو ځل بیا د کرونا لویه جوپه نړۍ و نه ځپي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance