The news is by your side.

هریرود کې د ۱۲ نورو مسافرو جسدونه موندل شوي

خبریال وېب پاڼه/د هریرود سیند ته د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا د غورځول شویو ۱۲ نور افغان مسافرو جسدونه موندل شوي دي.

د هرات ولایتي چارواکي له هریرود سیند څخه د ۱۲ نورو افغان مسافرو د جسدونو را ایستلو خبر ورکوي او زیاتوي چې تر دې دمه ټوټال ۱۷ جسدونه موندل شوي دي.

تېره اونۍ یوه بوږنوونکي خبر چې د افغانستان په ګډون یې ځینې نړیوال هم هیښ کړل، د ذوالفقار لارې نه په قاچاقي توګه تلونکي افغانان د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا له نیول کېدو وروسته لومړی شکنجه او بیا یې د هریرود سیند ته ګوزار کړي وو چې له ډلې یې ۱۲ کسانو د لامبو په مرسته ځانونه رغورلي وو او څه د پاسه ۴۰ نور کسان په اوبو کې ډوب او په شهادت رسېدلي وو.

دغې پېښې په کور د ننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول او دا یې د یو ستر بشري جنایت وباله. امریکا په څو بیانونو کې دغه پېښه په کلکو ټکو وغندله او له افغان لوري څخه یې د دغې پېښې د کلکې پلټنې غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم دغه پېښنه یو نه بښونکی هم وباله او زیاته یې کړه چې په خپلو ټولو ډیپلوماتیکو امکاناتو به سد دغې پېښې پلټنه کوي.

که څه هم د ایراني لوري لخوا د یادې شوې پېښې لپاره د ګډ هیئت ټاکلو ژمنه شوې وه خو تېره ورځ یې بیا په یوه بیان کې د مسافرو شکنجه او بیا په سیند باندې د هغوی لاهو کول دروغ وبلل او دا یې د ځینو هېوادونو دسیسه یاده کړه.

ویل کېږي دا پېښه په هغه سیمه کې را منځته شوې چې افغان سرحدي ځواکونه په کې نشته او له همدې امله ستونزمنه ده چې د پېښې کره څرنګوالی معلوم شي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم وایي چې تر اوسه د ایران او افغانستان لخوا جوړ شوي هیئت د پېښې د څرنګوالي او حقیقت موندنې بهیر پیل کړی نه دی.

هر کال ایران ته زرګونه د کار او روزګار لپاره ځي چې ډېری یې په قاچاقي لارو له سختو ستونزو سره هم مخ کېږي.

تر اوسه د ایراني چارواکو لخوا د تازه موندنو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودل شوی او افغان حکومت هم ژمنه کړې چې په خپل ټول ځواک به د دغې پېښې پلټنه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.