خبریال وېب پاڼه/نړیوال بانک په خپل تازه اقدام کې له افغانستان سره د ۴۰۰ ملیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.
نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې او دغه راز د اقتصادي ودې په موخه د ۴۰۰ ملیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.
د دغې بانک چارواکي وایي چې دوی له افغانستان سره دغه مرسته د سوداګریزو چارو د خواکمنتیا او همداراز د خصوصي سکټور د پانګونې د هڅونې په نیت کوي. دوی زیاتوي چې هڅه کوي په افغانستان کې د کرونا له امله را منځته شوي بحران کې له افغانستان سره اوږه په اوږه کار وکړي او د کرونا پر وړاندې د مبارزې مدیریت او نورو برخو کې خپله ونډه ادا کړي.
افغانستان ته د کرونا وبا په راتګ سره ګڼو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونه د مرستو اعلان وکړ چې له ډلې یې د یو شمېر هېوادونو او نورو مرستندویه بنستونه مرستې وار له مخې را رسېدلې هم دي.
تېره اونۍ د مالیې وزارت په یوه بیان کې راغلي وو چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته لوړه فیصدي پیسې چې په نړیوالو مرستو باندې ولاړې دي، نه یې لري. که څه هم د نړیوال بانک لخوا وړمه اونۍ افغانستان ته شاوخوا شل ملیونه ډالر جمع کړل او ژمنه یې وکړه چې څه د پاسه ۸۰ ملیونه نوره اعلان شوې مرسته به هم په نیږدې راتلونکي کې افغان حکومت ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کرونا باندې د عامې روغتیا وزیر د اخته کېدو خبر هم تائید شو او ویل کېږي چې د نوموړي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د نړیوال بانک چارواکي وایي چې له افغانستان سره یادې شوې مرستې به د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو په ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي سرچینو او عامه مدیریت د ځواکمنولو او مالي پایښت لپاره کارول کېږي.
په افغانستان کې د د نړیوال بانک مشر هنري کیرالي وایي چې د دغه بانک د بورد غړو نننۍ پرېکړه یوه پخه او سنجیده نښه ده چې نړیوال بانک پر اوسني کرونا ویروس سربېره له افغانستان او خلکو سربېره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتوي.