The news is by your side.

هند کې خلک د خوراکي توکو پلورنځي په ګوګل کې لټوي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس له کبله د نړۍ هره برخه او ټول کارونه اغېزمنه شوي او ډېر خلک په کورونو کې ناست دي، خو په هند کې په کور ناست او بې کوره هندیان خپل ډېر وخت په انټرنيټ کې په بوختیا تېروي.

نو ایا پوهيږﺉ؟
دوی دا ځل د نړۍ د لټون تر ټولو لوی معلوماتي برخې ګوګل کې د څه لټون کړی؟

ګوګل په ياده برخه کې د دغه خلکو د لټون يو په زړه پورې لېست خپور کړی او د هغه لېست له مخې دوی په ګوګل کې د پنځو شیانو لټون ډېر کړی دی.

د هند خلکو خوراکي پلورنځيو، د توشکونو، فلمونو، سبزیجاتو او درمل پلورنځيو ځايونو پسې په ګوګل کې لټه ډېره کړې ده.

که څه هم د دې چارو لټون به دومره د حرانتیا وړ خبره نه وي، خو تر ټول حیرانوونکي خبره دا ده چې قرنطین يا لاک ډون د خلکو ژوند ته بدلون ورکړی.

ځکه نن هندي خلکو خورا لومړني اړتیاوې وپلټلې.

د مثال په توګه، د پېرودلو پلورنځي چیرې دي؟

وترنري او درملتونونه چېرته دي او څنګه پرې کور ته سبزیجات راغوښتلی شي؟

د ګوګل د یو راپور له مخ ې په گروسري پلورنځیو کې د پلټونکو کچه تر 300. پورې وه.

په ګوګل کې د سرسیټونو، بیمې خدماتو، توشکونو او فلمونو په اړه خورا ډېر لټون شوي و.

ګوګل زیاتوي په کور کې د مختلفو مهارتونو زده کړو په اړه د معلوماتو لټون کې هم زیاتوالی راغلی.

د کور د جم جوړولو او آنلاین روزنې په اړه هم معلومات لټول شوي.

راپور کې وړاننې راځي، چې خلکو ګوګل د ناروغیو په وړاندې د معافیت په اړه زده کړې لپاره هم کارولې، په داسې حال کې هغو خلکو چې د ویټامین سي په اړه معلومات ترلاسه کړي هم دي چې 50٪ پورې یې زیاتوالی لیدل شوی.

د برېښنا، ګازو او اوبو بیلونو لټون او د متقابلو پیسو تادیه کول هم په دې لېست کې لومړی ځای لري.

په هرو دوو کاروونکو کې یو یې د کور د میندو لټون وکړ. د وړیا ویډیو نېټه ایپس او سافټویر هم په دقت سره وپلټل شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.