The news is by your side.

یو بې ځایه شوې کورنۍ وایي دوه کلن ماشوم یې له لوږې مړ شوی

خبریال وېب پاڼه/ لسګونه کورنۍ چې د جګړو او نا امنیو له کبله د هېواد شمالي ولایتونو څخه بلخ ته کډه شوي، په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د دغې بې ځایه شویو کورنیو له ډلې یوه مېرمن ادعا کوي، چې دوه کلن ماشوم یې له لوږ مړ شوی دی.
دا بې ځایه شوي، ګیله کوي، چې له څو میاشتو راهیسې د څادرونو لاندې ژوند کوي او تر دې دمه ورسره د حکومت او خیریه بنسټونو له لوري هېڅ راز مرسته نه ده شو.

په ورته مهال د فاریاب پخواني ځایي قومندان نظام الدین قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې زرو اړمنو کسانو ته د روژه ماتي خواړه وېشلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کېد کرونا ویروس په خپرېدو سره، د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې.

له دې سره یو شمېر بې وزله کورنۍ له اقتصادي اړخه سختې وځپل شوې.

هغوی چې د سبا بېګاه خواړه به یې د ورځنۍګټې وټې له لارې برابرول، اوس د قرنطین او محدودیتونو له کبله په کور ناست دي، یو شمېر یې بیا له سخت فقر سره مخ دي، چې بهر د سوال کولو لپاره راوتلي دي.

تر دې دمه په یو شمېر ولایتونو کې د ځایي حکومت له لوري څه نا څه مرسته شوې، خو لا هم د اړمنو کورنیو اړتیاوې پرې نه دي پوره شوي او اړتیاوو ته په کتو ورته بسنه نه کوي.

نړیوالې مرسته شوې پیسې لا هم د کرونا سره په مبارزه کې مصرفیږي، خو کرونا ورځ تر بلې پراخیږي او حکومت یې هم پر کنټرول برلاسی نه ښکاري.

خلک له حکومت غواړي، چې ګرځبندیز او محدودیتونه دې نرم کړي، دوی به د روغتیایي لارښوونو په مراعتولو سره خپل کاروبارونه پیل کړي.

په ورته وخت د نړۍ یو شمېر هېوادونو کې هم خلکو له خپلو حکومتونو غوښتي چې محدودیتونه دې نرم کړي، تر څو دوی بېرته خپلو کارونو ته وګرځي، که نه نو د دوی اقتصاد به له سقوط سره مخ شي.

په یو شمېر هېوادونو کې بیا د ګرځبندیز او لاک ډاون قوانین نرم شوي او خلک د روغتیایي لارښوونو په پام کې نیولو سره خپلو ورځنیو کارونو ته راګرځېدلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.