The news is by your side.

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ هند ته صادرات بېرته پيل شي.

خبریال وېب پاڼه/ د هوايي دهليزونو له لارې د هېواد د صادراتو د پروسې څرنګوالی!

د هوايي دهليزونو له لارې د هېواد د صادراتو د پيل کولو طرحه بشپړه شوې او ډېر ژر به وطني توکي له هېواد څخه بهر ته صادر شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له تېري يوې نيمي مياشتې راهیسې د هوايي دهليزونو له لارې د هېواد صادرات بند شوي او ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ هند ته د هېواد صادرات بېرته پيل شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ژر تر ژره د هوايي دهليزونو له لارې د هېواد د صادراتو د پيل کولو ژمنه کړي ده.

په کابل او نورو ولایتونو کې د قرنطین عملي کېدو سره بهر ته د داخلي توکو صادرات هم درول شوي دي.

هوايي دهلیزونه او د ځمکې مسیرونه بیا د هېواد صادراتو په مخ تړلي دي.

د سوداګرۍ خونې د شمېرو پر بنسټ په تېره یوه نیمه میاشت کې یوازې درې کانیتیره توکي له افغانستان څخه بهر ته صادر شوي دي خو اوس حکومت هڅه کوي چې هوايي دهلیزونه د صادراتو پر مخ ژر پرانیستي ووسي.

هیلې دا دي چې دا صادرات د کورنیو هوايي شرکتونو په مټ باندې ترسره شي.

د هوايي دهلیزونو د پرانیستې کړنلاره او همدارنګه د داخلي توکو د استولو څرنګوالی چمتو شوی دی.

د سوداګرۍ خونې د شمېرو له مخې په اوس مهال کې سل ټنه د هېواد جلغوزې چمتو دي چې بهر ته صادرې شي خو هېڅ شرکت یې د استولو له پاره چمتو نه دی.

پاکستان د افغانستان د داخلي توکو د عمده بازار څخه شمېرل کیږي، خو اوس یې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.