The news is by your side.

ایشچي؛ دوستم ته مارشالي نه، جزا باید ورکړل شي

خبریال وېب پاڼه/د انجنیر احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي ولسمشر غني او د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله ته یو پرانیستی لیک استولی دی.

نوموړی لیکي:

ښاغلی ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني،

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

زه د دې خاورې د یو بچي او د جوزجان د خلکو د استازي په توګه د خپل هېواد ټول ښکته او پورته اړخونه ښه درک کولی شم او افغانستان په وروستیو څو میاشتو کې د ځینو مهمو بدلونونو او پېښو شاهد دی، چې له ډلې یې ولسمشریزې ټاکنې، د تلپاتې سولې او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین الافغاني هڅو پیل کول او دغه راز د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه ورڅخه د یادونې وړ دي.

موږ د یو لړ سیاسي پرېکړو او د ولسمشر لخوا له هېواد او په هېواد کې د شته بحرانونو د له منځه وړلو په برخه کې د انعطاف شاهدان یو او په دې کې هم هېڅ شک نه لرو چې تاسې د دې وړتیا لرئ تر څو زموږ ولس او هېواد له شته بحرانونو څخه په ښه توګه وباسئ.

تاسې له ټولو ننګونو او ستونزو سره سره دې ته چمتو شوئ چې د ثبات او همپالنې په ګډون له ځینو ټاکنیزو ټیمونو سره د یو ټول شموله حکومت د را منځته کولو لپاره خپله غېږه خلاصه کړئ او په پوره ډاډ سره چې دا کار د هېواد سترو ارزښتونو او د ملي ګټو د خوندیتابه لپاره کوئ. موږ ستاسې دغه هڅې په نېک شګون نیسو او قدرداني یې کوو.

په همدې لړ کې زموږ یوه ستره اندېښنه چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د یو نا معقول شرط په توګه د ثبات او همپالنې ټیم لخوا درته وړاندې شوې ده، چې ډاکتر عبدالله غواړي عبدالرشید دوستم ته چې په بشري جنایتونو کې لویه مخینه لري، د ثبات او همپالنې ټیم لخوا د ستونزو د حل په توګه ورته د مارشالۍ عالي رتبه ورکړل شي.

د دې لپاره به لومړی ډاکتر عبدالله مخاطب کړم.

ښاغلی داکتر صیب،

ستا د ټاکنیزې ډلې لپاره د امتیاز غوښتل او د هغوی راضي کول د درک وړ دي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې تاسې د یو جهادي او منلي سیاستوال په توګه څنګه ځانته دا حق ورکوئ چې د جنایتکار او د بشري حقونو تر پښو کوونکي او په ګڼ شمېر با دیانیه هېوادوالو باندې تېری کوونکي کس ته د مارشالۍ عالي رتبې وړاندیز وکړئ. آیا په دې کار سره مو د هغو مبارزو او با وجدانه خلکو حقوق تر پښتو لاندې کړي نه دي چې دغه جنایتکار ورسره کړي دي؟

ولې مو عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ پر ځای د یو ریښتیني هېوادوال په توګه نوموړی د هغه قضیې او زور زیاتي سپیناوي ته را و نه بللو چې چې زما له سپین ږیري پلار سره یې کړي وو؟

آیا زما له پلار سره مو د دوستم لخوا د جنسي ځورونې او د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو قضیه خپله انساني او وجداني دنده له یاده ووتله؟

له ښاغلي ډاکتر عبدالله څخه د یو وتلي سیاستوال او د دې خاورې د بچي په توګه دا هیله لرم چې په خپل تصمیم باندې له سره غور وکړي. تر څو د یو ویښ او جدان لرونکي سیاستوال په توګه د ملي او نړیوالو حقوقي بنسټونو له پوښتنې سره مخ نه شي.

ښاغلی ولسمشر غني،

له شک پرته چې د ثبات او همپالنې ټیم د وړاندیزونو طرحه د مېز په سر درته اېښې ده، چې په هغه کې دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې موضوع هم یاده شوې ده.

څومره چې زه ولسمشر غني پېژنم د دوستم له بشري ضد اعمالو څخه په ملي او نړیواله کچه غوره معلومات لري او ډاډه یم چې د ثبات او همپالنې ټیم دغې غوښتنې ته به د رد ځواب ورکړي په کوم کې چې دوستم ته د مارشالۍ غوښتنه شوې ده. خو بیا هم که خدای مه کړه دغې غوښتنې ته لبیک ووایي دا به داسې معنا ولري چې د جنایتکارانو او د بشري حقونو د پای مال کوونکو په صف کې درېدلی دی.

ډاډه یم چې جنایتکار او د انساني کرامت تر پښو کوونکي دوستم ته د احتمالي مارشالۍ ورکړه به نه یوازې د ریښتینو مارشالانو (مارشال شاه ولي خان او مارشال قسیم فهیم) سره جفا وي بلکې د هغوی ارواه به هم ورسره نارامه کېږي.

موږ پوره دری کاله په ټوله لېوالتیا دېته صبر وکړ چې ټاکنې وشي او له یو مقتدر او ټول واک حکومت سره به له دوستم څخه چې په خپل دری کلن قدرت کې یې زموږ سره څومره زیاتی کړی ؤ، د عدالت خوا ته را کش کړو او خپل حق ورڅخه وغواړو. د نوموړي محکمه په ملي او نړیواله کچه را منځته شي تر څو په افغانستان کې د قانون حاکمیت پلی شي او زورمندانو ته د عبرت یو درس شي، خو دا تمه مو بیخي نه لرله چې هغه ته دې د مارشالۍ د رتبې ورکولو هڅه هم وشي.

زه په خپل بشپړ درناوي چې ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني ته یې لرم، ورڅخه هیله کوم چې د ثبات او همپالنې ټیم دغه غوښتنه و نه مني او نوموړی عدلي او قضایي ارګانونو ته را کش کړي تر څو زما د عمر خوړلي پلار پر وړاندې د شوي تجاوز او زور زیاتي لپاره عدالت وشي.

په درناوي

بکتاش ایشچي

ژباړه: د خبریال خبري څانګه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.