The news is by your side.

د ســولې تږی ملت او د ګوندونو پرې بازي

خبریال وېب پاڼه/ سوله یعنې څه؟
ایا ملت سوله غواړي؟
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون تر نامه لاندې د پردې تر شا څه و؟
د سولې اصلي خنډ څوک دي؟
ایا د سولې په برخه کې حکومت اصلي ګامونه اخیستي؟

راځئ پوه شو:

ځوان قشر او په ټوله کې ځوانان هم سیاسي نا امني او په دې برخه کې نا مسئوولیتۍ او د سولې دروازې ته د حکومت په نه نږدې کېدو نیوکه کوي، نا امني او د سولې نشتون تر ډېره ځوانانو ته ضربه او ستره قرباني هم ده، دې برخه کې ځوانان ګڼي چې خپل سرونه له لاسه ورکوي.

دوی اندېښنه لري چې ځوانان د جنګ دواړو اړخونو کې د دې کرغېړنې جګړې سخته قرباني ورکوي او همدارنګه د راتلونکي په اړه یې د ځوان نسل بحران ګڼي.

د ټولنې ماشومان مو هم د سولې ترانې زمزمه کوي او ډېری یې د رسم په درسي ساعت کې د کبوترو/ کوترو انځورونه کاږي او سوله یې له ماشومانه هیلو او څرګندونو ده.

او همدارنګه ویلی شوو، چې بڼوال په بڼ کې، شپون په غره کې، بزګر په کرونده کې، امام په جومات کې د سولې غوښتونکي دي.

خو پوښتنه او غوښتنه داده چې دې هیلې ته به څه وخت رسیږو، څنګه به رسیږو، څوک به مو ور رسوي، ولې نه ورته رسیږو!؟

دا د هغه هغه ملت د وګړو پوښتنې دي، چې دا تېر څلويښت کاله یې هېوادوال له ځان سره لري خو د ځواب په تمه یې یوازې شپې سبا کوي.

د سولې راوستلو لپاره آیا ریښتنې هڅې وشوې او که نه، ولې دا هڅې ناکامې شوې، دا چې زه د تېرو څلور لسیزو نه بلکې د تېرو نولسو کلونو د شته ناخوالو شاهد یم، غواړم په همدې برخه لږ تم شم.

ماته او زما په سند همزولو ته دا روښانه ده، چې افغانستان تېرو جګړو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اړخه ډېر شاته پرېښی، په سیاسي لحاظ مونږ اوس یو بې ثباته او ویشلی ملت یادیږو، له اقتصادي اړخه مونږ نورو ته محتاج او طامع ملت يوو، له ټولنیزه اړخه جنګ خوښوونکی په فکري بڼه خپلې خاورې ته وفاداره نه ښکارو دا نومونه او تخلصونه بدلیږي رابدلیږي ولې په نړیواله کچه د افغان د نوم اخیستو سره باید د مخاطب ذهن ته هماغه لحظه د جنګ او جګړې پیغام هم ورسیږي.

مونږ ځوانان په جګړو کې راپیدا په عمر را پاخه شوو، هره ورځ د مرګ او ژوبلې خبرونه اورو، زمونږ اوس پوښتنه داده چې د تېرو نولسو کالو کې د سولې فرصت وو که نه که وو ولې ترې ګټه پورته نشوه، د ارقامو له مخې په تېره نولس کلنه جګړه کې شا اوخوا دوه سوه زره افغانان وژل شوي، لکونو نور ټپیان دي په زرګونو کونډې او یتیمان راته پاتې دي.

په داسې حال کې چې تېرې نولس کلنې جګړې ته د قضیې اړخونه تپلې، روا، ناروا جګړه وايي، هر اړخ خپل دلایل وړاندې کوي په تېرو څو کلونو کې افغان جګړه دومره سوزېدلې شوه چې زمونږ ډېرې هیلې په ناهیلیو بدلې شوې او د سولې لپاره به یوازې د دعا غوښتنه کېدله.

له دې ټولو دردونو او غمونو سره سره افغانانو بیا هم هیله درلوده چې ښايي یوه ورځ د سولې په لور ګام پورته شي، افغان حکومت او اړونده چارواکو د دې ګام پورته کول د پاکستان په مرستې پورې تړلی بللو، دوی ډېری وخت له نړیوالو غوښتل چې په پاکستان فشار راوړي، د امریکا ریښتولي، د طالبانو سیاسي لیدلوری او نور هم هغه فکتورونه وو چې د سولې په برخه کې یې د مرسته کولو وړاندیز کېدو.

بلا آخره د روان ١٣٩٨ کال د کب میاشتې په لسمه نېټه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د پردې پر مخ د سولې تر نامه لاندې هوکړه لاسلیک شو، خو څو ساعتونه وروسته ګنګوسې دا وې چې د سولې د تړون څو مادې دي هغه به د پردې تر شا لاسلیک کېږي.

له یو اړخه دا یوه تاریخي هوکړه بلل کیږي چې وروسته له نولسو کلونو امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو فیصله کړې بل لور دې هوکړې ته د شک په سترګه هم کتل کیږي چې ښايي عملي نه شي یا هم په افغانستان کې د ١٩٩٢ز کال تېرې ترخې تجربې تکرار شي د دې ټولو تشویشونو ترڅنګ دا هوکړه په افغانستان کې د جګړې د کمېدا او سولې په لور د یوې دریڅې د خلاصېدو هیلې د لاسلیک په لومړیو څو ورځو کې ډېرې کړې.

طالبانو هم بریدونه کم کړل او همدارنګه امریکا هم هوایي بریدونه ودرول.

اوس چې د افغان حکومت او اسلامي امارت له خوا جنګ بیا شدت پیدا کړی، زه فکر کوم چې هسې د سولې تر نوم د پردې تر شا نورو مهمو مسایلو اړوند تړون لاسلیک شوی.

یو خو دا چې نړیوالو طالب د امارت اسلامي په نوم وپېژندل او بل دا چې کېدای شي د ایران، روسیې او چین په وړاندې چې امریکا کومه تګلاره لري، د امارت د نه لاسوهنې هوکړه تر څو د امریکا مخالف حکومتونه له دې ډلې څخه استفاده ونه کړي.

اوس د حکومت دریځ د سولې په تړوا چې ایا حکومت هم ریښتونې سوله غواړي او کنه؟

زما په فکر حکومت نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وکړي او هم د سولې لپاره د اولویت اړین ګامونه واخلي.

ځکه د حکومت د ننه شته ستونزو ملت او نړیوالو ته څرګنده کړه چې دوی یوازې د شخصي واک غوښتونکي دي، اوسنی حکومت یوازې د ګوندونو د واک د زورواکانو په زورواکۍ جوړ شو.

ډېری چغي وهي چې د حکومت چوکۍ حقدار کس ته ونه رسېده، بل دا چې د سولې تر نوم ( سولې وزارت) هم دا پیغام لري چې په هېواد کې به همدا جنګي ډلې وي او یاد وزارت به یې د سولې هڅې کوي.

خو دغو شته ناخوالو، د سولې تر نوم معاملو او د پردیپالانو سیاسونو په واک شخړو، ملـــت په ســر وهلی ویــده دی.

خو همدغه ملت په خپل ګران هېواد کې دایمي سوله او د امنیت چغــــې وهي، وایي چې په هر بیه وي موږ سوله غواړو او موږ سوله غواړو !!!

لیکنه: حامد حقمل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.