The news is by your side.

بلخ کې به زرګونه غالۍ اوبدونکي دندې له لاسه ورکړي

خبریال وېب پاڼه/ که بلخ کې وضعیت همداسې دوام وکړي زرګونه غالۍ اوبدونکي دندې له لاسه ورکوي.

بلخ کې د ګرځبنديز له امله غالۍ پلورونکو ته زيانونه!

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که ګرځبنديز دوام وکړي شمال کې به زرګونه غالۍ اوبدونکي دندې له لاسه ورکړي.

مزار شريف ښار کې د قرنطين له امله د غالۍ اوبدونکو کار و بار سخت زيانمن شوی دی.

يو شمېر غالۍ پلورونکو ويلي چې دوکانونه يې له تېري يوې مياشتې راهېسي بند دي او توليدي فعاليتونه يې هم ټکني شوي دي.

بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرداری ورکړی چې که ګرځبنديز دوام وکړي د هېواد په شمال کې به زرګونه غالۍ اوبدونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

په مزارشریف ښار کې له یوې میاشتې راپه دې خوا د ګرځبندیز ځینې اصول پلي شوي دي.

دې محدویتونو بیا د دې ولایت د اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

له دېې ډلې څخه غالۍپلورونکي دي، دوی په دې یوه میاشت کې ډېر اقتصادي زیانونه لیدلي دي او فعالیتونه یې له سقوط سره مخ دي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د کرونا ویروس پراخوالي له امله بهر ته د غالیو د صادراتو بهیر ځنډول شوی دی او که چېرې دا بهیر همدا ډول دوام پيدا کړي د هېواد په شمال کې به زر تنه خپله دنده له لاسه ورکړي.

که څه هم د هرې ورځې په تېرېدو سره پر کرونا د اخته کسانو شمېره لوړیږي، خو لیدل کیږي د ښار په ځینو څنډو کې ښاریان روغتیايي سپارښتونو ته پام نه کوي او له محدودیت څخه هم څرک نه لګیږي.

په اوس مهال کې یوازې څو د خوراکي موادو تولیدي خونې په بلخ کې فعالیت کوي او نورې ټولې تولیدي کارخانې له فعالیت څخه پاتې شوي دي او لسګونه تنه کارکوونکې یې بېکاره شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.