The news is by your side.

ولسمشر غني د ایران له لوري د وژل شویو افغانانو پوښتنه کوي

خبریال وېب پاڼه/د ایران پر پوله د وژل شویو افغانانو قضیې ته ١٠ کسیز پلاوی وټاکل شو.

د ایران سره پر ګډه پوله د وژل شویو افغانانو د وژنې د قضیې د هر اړخیزې څېړنې او ارزونې په موخه یو با صلاحیته لس کسیز پلاوی وټاکل شو.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د ایران سره پر ګډه پوله د وژل شویو افغانانو د قضیې د هر اړخیزې اروزنې په موخه د وسله وال پوځ سر اعله قومندانۍ نظامي سرمفتش محمد حمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز پلاوی وګومارل شو.

د ولسي جرګې، کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو، ملي دفاع، کډوالو او بېرته راستندېنکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست، هرات ولایت مقام، ولایتي شورا او د ٢٠٧ ظفر قول اردو د پنځې لوا با صلاحیته استازي د دې پلاوي غړیتوب لري.

د ولسمشر د فرمان پر اساس دې پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د هرات ولایت مقام په همکارۍ د افغانانو د وژنې قضیه دقیقه او هر اړخیزه وارزوي او د ملي امنیت دفتر له لارې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست عالي مقام ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ ایران ته اوښتي کډوال بېرته د ایران د پولیسو له لوري له شکنجې وروسته د ایران په اوږدو کې د هریرود په سیند لاهو کړي وو.

٥٠ تنه افغان کډوال چې ایرانیو پولیسو پر سیند لاهو کړي و، له ډلې یې ١٢ تنه ژوندي راوتلي و او د ماشومانو په ګډون ١٥ جسدونه له اوبو راویستل شوي و.

تازه د هرات ولایت مقام په هڅو د هریرود سیند نه د ١٧ نورو افغان کډوالو جسدونه را ویستل شوي دي.

خلک پر هغوی چارواکو هم سخته غوسه دي، چې د ایراني قاسم سلیماني د مړینې پر وخت د ایران سفارت ته د غمرازۍ لپاره تلل او د ایران پولیسو له لوري د افغانانو پر وژنې چپه خوله دي.

ټول هېوادوال د ایران نه د افغانانو د وژنې د پوښتنې کول غواړي او باید ایران افغانانو ته د دې بې رحمې کړنې ځواب یې ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.