The news is by your side.

دوه پاسپورته دولتي مامورین

خبریال ویب پاڼه – د افغانستان څلور لسیزو ځان سره ګڼې بدمرغۍ را برسیره کړي، خو د بدې حکومتولۍ، اداري فساد، مالي فساد او اخلاقي فساد هغه مسایل دي چې نړۍ په دا وروستیو کې د افغانستان په ملت او دولت بې باوره کړي ده. د ایشا فاونډیشن وروستي ټولې سروي ګانې چې ترسره شوي، له نا امنۍ دمخه اداري فساد/مالي فساد (بډې او خپلپالنه) د ښې حکومتولۍ په وړاندې ګواښ ګني، دارنګه د ولس د بې باورۍ علت هم په افغان دولت کې د شته فساد لوړه کچه ګڼي، نه نا امني.

لدې داسې ښکاري چې فاسد چارواکي د دولت له مخالفینو ډېر د افغان دولت حیثیت، مشروعیت او ولسي ملاتړ ته ګواښ دی. د ډاکتر صیب غني په راتګ سره له بده مرغه دې چارې نوي بڼه خپله کړه، ډاکتر صیب غني رایه په سټیکر لږیدلو تذکرو تر لاسه کړه، ولي لوړ پوړې ګمارنې، نژدې د باور خلک یې بیا بهر میشتي افغانان یا بهرنیو پاسپورتونو لرونکي کسان دي، پدې مانا چې یو یې هم سټیکر خوړلي تذکره نلري.

د ملي وحدت په حکومت کې ددې چارواکو زیات شتون، ګمارني او د دوی په مټ د ترسره شوي فساد ( اداري او اخلاقي ) کچې زیاتوالی په خواله رسنیو ( فیسبوک، ټوټیر ) کې سخت غبرګونونو را وپارول، د حکومت سخت منتقد، د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند دا کسان د ټامیانو په نوم یاد کړل. ځلاند چې وخت نا وخته په ولسمشر غني او د غني په ملاتړ توندې نیوکې کوي، ټامیان دوه پاسپورت لرونکي دولتي لوړ پوړې کسان یادوي چې افغانستان ته یې ژمنتوب کم دی، ولي غني ته ډېر ژمن دي.

دا دوه پاسپورت لرونکي زیات په ارګ کې ګمارل شوي، د چارو په لوی ریاست، د امنیت شورا په چوکاټ کې، ځینې یې والیان هم دي. ددې تر څنګ همدا دوه پاسپورت لرونکي د ولسي جرګي په وروستیو ټاکنو کې هم د ارګ په ملاتړ لار پیدا کړي، ځینې وکیلان چې دوه پاسپورته لري، د ارګ په ملاتړ یې ولسي جرګې ته لار پیدا کړي، د ټامیانو‌ په لیست کې راوړل کیږي.

ددې دوه پاسپورته لوړو پوړو چارواکو په خلاف نارې هله ډېرې تودې شوي کله چې داود نورزی چې د بریښنا د اینجینرۍ په برخه کې هیڅ ډول پوهه نلري، نه هم ددې سکتو‌ر په برخه کې کومه کاري تجربه لري د بریښنا د شرکت د لوی ریس په توګه وګمارل شو.

داود نورزی هم لکه د ګڼو نورو دوه پاسپورته چارواکو په څیر په پښتو او دري روانې خبرې نشي کولی، له داود نورزي د مخه بل دوه پاسپورته لوړپوړې چارواکې چې ولسي غبرګون یې خلاف ډېر توند وو هغه د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي و. اجمل احمدي خلاف په سوداګرۍ وزارت کې لاریونونه وشول، په خواله رسنیو کې ګڼ غږیز ویډیویې کلیپونه خپاره شول چې په پښتو خو هیڅ ولي په دري ماتې ګوډې خبرې کوي، چې د یو پوخ انګریز لهجه ځآنته لري، ولي ددې ټولو نیوکو په وړاندې ارګ، په ځانګړي توګه ډاکتر صیب غني هیڅ ډول غبرګون ونه ښوده، نه یې هم ددې لوړ پوړو چارواکو په وړاندې کوم ګام پورته کړ.

اساسي قانون حکوم کوي چې دوه پاسپورته کسان نشي کولی د وزارت په چوکۍ دنده ترسره کړي تر څو یې چې خپل دویم پاسپورته ( تابعیت ) له لاسه نه وي ورکړی؛ ولي ډاکتر صیب غني په دې برخه کې چنداني پام ونه کړ.

غني د امنیت شورا په چوکاټ کې تقریبا نوي سلنه ګمارني د همدې دوه پاسپورته کسانو څخه کړي چې مشر یې حمدالله محب د انګلستان پاسپورت لري،‌میرمن یې د امریکا اوسیدونکي ده. بل لورته، له داود نورزي وروسته بل کس چې په خواله رسنیو کې یې خلاف ډېره غوغا جوړوه شوه هغه سلطانزوی دی چې د کابل ښاروال ګمارل شوی، د خپل نازک طبعیت له مخې په رڼا ورځ په ښار کې چترې په سر، چې بل کس ورسره نیولي ګرځي، بیا هم په خواله رسنیو کې پرې نیوکې وشوي چې د وطن له لمر سره ددې کس دومره پردیتوب په څه مانا؟

دا سلسله په دې ځای نده دریدلي له بده مرغه د چارو عمومي مشر فضل احمد فضلي هم دوه پاسپورته لري، بهرنی تابعیت لري، داسې ویلی کیږي چې ګڼې ګمارنې له همدې ادرسه کیږي لکه د ملي تلویزون د ریس په توګه د اسماعیل میاخیل ګمارل، ښاغلی میاخیل بیا خپل ګڼ بهر میشتي ملګري، زیات یې له لندن څه را وارد کړي تر څو د ملګرتوب سلسله په حکومتي چارو کې هم سره وپالي، د همدې ګمارنو په اوږدو کې، میاخیل د پامیر پتنګ ګمارنه هغه څه وو چې د ولس سخت غبرګون یې را برسیره کړ.

یو ځل بیا فیض محمد ځلاند داسې اسناد خپاره کړل چې د اسماعیل میاخیل لخوا په ملي تلویزون کې ګڼ دوه پاسپورته کسان په ډېر لوړ معاش ګمارل شوي، حال دا چې دولتي مامورین په همدې اداره کې د لسو، شلو زرو افغانیو په معاش دنده ترسره کوي.

د پورته ټولو غبرګونونو څخه داسې ښکاري چې د ډاکتر صیب غني د شپږ کلنې دورې په اوږدو کې افغان ځوانانو کافي زیات پوهاوی تر لاسه کړی چې د بدې حکومتولۍ تر شا د چا لاس دی، وروستې تند غبرګونونو دا ښکاره کوي چې افغان ځوانان چې په سختو شرایطو کې په افغانستان کې اوسیږي، لوړې زده کړې لري، نور د حکومت په اډانه کې له ورته ګمارنو په تنګ راغلي، چې دا کار به د غني‌ دویمې دورې ته سختې ستونزې را ولاړي کړي. تمه دا کیدای شي چې غني به خپلو ګمارونو ته پام وکړي، د دوه پاسپورته چارواکو پر ځای به افغانستان میشتي تکړه، د لوړو زده کړو لرونکي ځوانان په دندو وګماري تر څو له دې لارې افغانستان له روان اداري،‌اخلاقي او مالي فساد څخه نجات پیداکړي.

لیکوال : منصور ابدالی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.