The news is by your side.

پاکستانی مفتی: ”  شراب حلال دي “

خبریال داټ کام: د پاکستان ستر مفتي او دیني عالم ویلي چې شراب څښل حلال دي.

نوموړی چې په جنجالي بحثونو پیژندل شوی کس دی د روژي په میاشت کې دا بیان ورکوي.

روژه د مسلماني نړۍ لپاره یوه سپیڅلي د عبادت میاشت ده .

دغه دیني عالم مولوي عبدالقوي نومیږي.

یاد مفتي پر داسي وخت دا څرګندوني کوي چې نړۍ د کرونا له یوه خطرناک ویروس سره لاس او ګریوان ده.

هغه په یوه تلویزیوني بحث کې یاد موضوع بیان کړي ده.

پاکستان یو له هغو اسلامي ملکونو څخه شمیرل کیږي چې اکثریت عالمان یي په افغانستان کې له کلونو راهیسي د جهاد فتوا ګاني ورکوي.

دغه ملک د افغانستان په جګړو کې د وژل شویو حکومتي مامورینو او سرتیرو مړینه نا روا بولي او هڅه کوي چې افغان وطن تل په اور او لانجو کې وسوځیږي.

راهولپنډۍ ښار کې زیږیدلي مفتي یادې څرګندوني په رسنیو کې په پراخه کچه خپري شوي دي.

نوموړی چې د پاکستان د حاکم ګوند تحریک انصاف د اوږدې مودې غړی وو په ۲۰۱۳ کال کې د خپلو جنجالي څرګندونو پر سبب له یاد ګوند څخه وشړل شو لیکن اوس هم د ملک په ډیرو فتوا ګانو کې لوی لاس لري او سلهاوو زره کسان یي ملاتړی دي.

هغه په خپله تازه مرکه کې ویلي: ”   شراب څښل مسلمان ته په هغه وخت کې جایز دي چې د شرابو د الکهولو اندازه څلویښت سلنه یا تر هغه ټیټه وي. ”

عبدالقوي زیاته کړي چې مسلمان ځوانان هم د لویدیځ ملکونو د نامسلمانو ځوانانو په توګه د شراب څښلو د شوق حق لري او باید شراب وڅښي.

دا د پاکسان لومړی مولوي نه دی چې دا خبره کوي.

د شمیرو له مخکي پاکستان په نړۍ کې د واین شرابو د څښونکو ملکونو په سر کې ځای لري.

دغلته په ډیرو ښارونو کې شراب او وسلي په عامه خرڅیږي.

هغه د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتي په اوه یوه بله فتوا هم ورکړي وه چې پکې له نامحرمو ښځو سره په دې شرط چې د ښځي موافقت وي د زنا لپاره هم جواز ورکړی وو.

د اسلام آباد دغه دیني مخور په دې اند دی چې یو کس کولای شي له خپلي خاله ( د مور خور) او عمه (د پلار خور) سره هم د نکاح حق لري په دې شرط چې د جانبینو رضا وي.

دا هغه څه دي چې د اسلام دین په کلکو الفاظو ناروا ګڼلي دي لیکن نوموړی وایي چې د دین د یوه ښونکي په توګه دی په قاطعیت د یادو څرګندونو دفاع کوي او دی حاضر دی چې په هره محکمه یا هر بلي دیني اجماع ته د یادو څرګنونو ثبوتونه او کره والی ثابت کړي.

مولوي عبدالقوي د  پاکستانی ماډلي قندیل بلوچ په قتل کې هم لومړی تورن کس وو.

هغه د قندیل بلوچ د پلار عظیم له لوري د (FIR)   په کیس کې لومړی نوم وو چې قلم داد شوی وو.

قندیل او مولوي عبدالقوي وروسته تر هغه سره معرفي شول چې نوموړي له قندیل بلوچ څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو اعمالو لپاره د شرعي جواز د تر لاسه کولو لپاره له ده سره وګوري.

قندیل بلوچ او مولوي عبدالقوي تر لیدو کتو وروسته نوموړي قندیل بلوچ ته جواز ورکړ چې کولای شي په ټولنیزو رسنیو کې بربنډه څرګنده شي او له خلکو سره د جنسي مسایلو په باب بربنډي لوڅي مناظري وکړي.

په ۲۰۱۶ کال کې د قندیل بلوچ تر مړیني وروسته دا ثابته شوه چې دغه پاکستاني دیني عالم له قندیل بلوچ سره د یوه هوټل په کوټه کې ملاقات کړي او یادې ماډلي د خپل ځان او مفتي قوي انځورونه رسنیو کې خپآره کړل.

د دغو عکسونو له خپریدو څه موده وروسته قندیل ووژل شوه چې په دغه عالم د هغې د قتل تور هم پوري شوی وو.

د زوالقاعر علي بوټو له لوري په جوړ شوي قانون کې شرابو ته اجازه ورکړل شوي وه چې په دوکانونوکې خرڅلاو ته کیښودل شي خو په دې شرط چې مسلمانان یي و نه څښي لیکن کله چې ضیا الحق د پاکستان مشرۍ ته ورسید هغه ځيني محدودیتونه نور هم سخت کړل چې پکې غیر مسلمان ته د شرابو د څښلو په صورت کې د څلویښتو دورو د وهلو توصیه شوي وه لیکن د وخت په تیریدو پاکستاني حکومت یاد بندیزونه ډیر نرم کړل.

اوس پاکستان کې شراب په دوکانونو کې خرڅلاو ته ایښودل شوي او دغه اسلامي ملک کې په پراخه کچه  شراب استعمالیږي.

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.