The news is by your side.

طالبانو هند ته د دوستۍ غېږ پرانیسته خو افغانان وژني

خبریال وېب پاڼه/طالب اورپکو هند ته هم د دوستۍ غېږ پرانیسته خو په افغانستان کې یې تاوتریخوالی لا هم په شدت روان دی.

طالب اورپکو کې د هند د اندېښنو په ځواب ویلي چې دوی په افغانستان کې د بیا رغونې له چارو څخه ملاتړ کوي خو په ورته وخت کې دغې وسله والې ډلې په ټول هېواد کې لا هم تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او هره ورځ لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ډي اېن اې په نوم یوې هندي رسنۍ ته د طالب اورپکو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی له هند او په سیمه کې له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د بیا رغونې په چارو کې د دوی د ونډې او همکارۍ هرکلی کوي.

خو په ورته وخت کې په دغه وسله واله ډله باندې په افغانستان کې د عامه تاسیساتو، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو د ویجاړولو او په تدریجي توګه د افغان وژنې تورونه دي.

له امریکا سر د دغې اورپکې ډلې د سولې له تړون څه د پاسه دوې میاشتې تېرېږي خو دوی لا هم په خپل تاوتریخوالي کې کمی نه دی را وستلی او د تمې خلاف یې د نورو وختونو په پرتله خپلو جګړو ته شدت ورکړی دی. دغې وسله والې ډلې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څه کم زر بریدونه کړي چې سلګونه ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوې ورځې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه بیان کې وویل چې د روژې په تېرو لسو ورځو کې ترهګرو ۴۳ ملکیان په شهادت رسولي او څه د پاسه ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي. د دغه کمیسین خبرپاڼه وایي چې په وژل شویو کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي او زیاتوي چې په تاوتریخوالي کې هېڅ کمی نه دی راغلی.

وسله وال طالبان چې د پاکستان د څارګرې ادارې له ملاتړ څخه برخمن دي، تېره ورځ له خلیلزاد سره د یوې هندۍ ورځپاڼې په مرکه کې د هندي چارواکو اندېښنه څرګنده شوې وه چې د سولې له راتګ سره به په افغانستان کې د دوی له موجودیت سره طالب اورپکي مخالفت وښیي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هند ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو څخه وغوښتل چې په افغان سوله کې عملي همکارۍ ته را ودانګي. دا لومړی ځل دی چې امریکا له هند څخه په عملي ګډون ټینګار کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.