The news is by your side.

د سوېډن يوه اوسېدونکي ځانګړی رستورانت پرانيستی

خبریال وېب پاڼه/ په سوېډن کې یو سړي د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن د مراعتولو په پار یو ځانګړی رسټورانټ پرانیستی.

رستورانت د کورونا ویروس څخه د ځان ساتنې په پار ډيزاین شوی او يوازې يو شخص له خوا خواړه په کې په يوه میز سره خوړل کیدای شي.

په دې رستورانت کې خواړه به پېرېدونکي ته د رسۍ په مرسته د باسکی له لارې وړاندې کیږي.

په سویډن کې د ټولنیز واټن د مراعتولو په موخه جوړ شوی د رستورانت دا میز به د می له ١٠مې نېټې څخه خلاص وي او د اګست تر ١ نېټې پورې به پېرېدونکو ته خدمات وړاندې کړي.

د رستورانت مالک وايي چې په ورځ کې یوازې یو کس به په دې يو میز ډوډۍ خوړلی شي او کله چې ډوډۍ خورې نو وروسته يي لوښي مینځل کیږي او پر میز باندې هم سنیټیز او نورو د مکروب ضد درمل استمعالیږي.

اوس مهال د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې او خوندیتوب لپاره په نړۍ کې بېلابېل نوښتونه کیږي.

د دې ویروس په ورک کېدو سره به بیا هم، ډېری خلک ټولنیز واټن مراعتوي، ماسک به استعمالوي او ټولې روغتیایي لارښوونې به په نظر کې نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.