The news is by your side.

ولې نا آګاهانه له نورو تقلید کوو؟

خبریال وېب پاڼه/ ولې پرته له دې چې وپوهېږو له نورو تقلید یا د هغوی پېښې کوو؟!

آیا کله مو فکر کړی چې تاسې او ملګري مو ولې سره ورته غږېږﺉ؟

دا ښایي حیرانوونکې نه وي، د دې لپاره چې وپوهېږﺉ ولې او د څه لپاره د نورو تقلید کوو؟ د لیکنې تر پایه را سره مله شئ.

آیا له دوستانو سره مو له اوږد وخت مصروفیت وروسته پام کړی چې د هغوی په څېر رفتار او خبرې کوﺉ؟

نا آګانهانه نا خود اګاه تقلید د خوځښت، چلند، د مخ څرګندونو، وینا او اشارو د اتوماتیک تقلید په توګه تشرېح کیږي لکه د نورو عادتونو په څېر چې ستاسو د شخصیت په اړه ډېر څه څرګندوي. پوهېږﺉ ولې او څنګه داسې کوﺉ؟

ښایي ځواب یې واقعاً منطقي وي، تقلید یا سیالي کول د فریب ورکولو غوره لار ده.

تر څنګ نږدې او د راشې درشې ملګری/ې مو په نظر کې ونیسئ او زیاته کړﺉ چې په هره جمله کې د ” خیا/هو ” کلیمه تکرار کړي، طبیعي ده چې ډېری وخت مو د یو بل تر څنګ تیریږي. د څه وخت په تېرېدو پوهېږﺉ او پام کېږي مو چې د ملګري/ې د خبرو په قاموس کې مو د ” خیا/هو” کلیمه اضافه شوې.

په ښکاره ډول له خپل ملګري د تقلید هڅه واقعاً څنګه پېښېږي؟

شاوخوا خلکو ته فکرمن کېږم، انحصاري احساسوم او فکر کوم هغوی زما په پرتله عالی، جذاب او زیات د مینې کولو وړ دي. دغه عوامل د دې سبب کېږي چې له نورو د تقلید هڅه وکړو.

ستاسو د ملګري/ې سره ژورې اړیکې ښايي تاسو ته د دې لامل شي چې په شعوري ډول د دوی چلند شوي عادتونه ثبت او په بشپړ ډول د کلیمې کارول تقلید کړئ.

سربیره پردې، د څېړنو له مخې د انحصار ډېروالی یا د مواصلاتو ډېروالی زموږ د غوښتنې تقلید په ګوته کړی. یعنې د کلیمې کاپي کول خپلو دوستانو ته د نږدې کېدو د تمایل په معنا ده. همدارنګه دا شونتیا هم شته ده چې تاسې ممکن په شعوري ډول د چا له شخصیت تقلید وکړﺉ او دا هغه مهال را منځته کېږي کله چې ورسره سترګو په سترګو شئ.

موږ له هغو شخصیتونو تقلید کوو چې مینه ورسره لرو او یا له ټولنیز نفوذه برخمن وي، چې کېدای شي ستاسې ریس، همکار، ملګری او یا هم کوم عادي شخصیت د دغه اشخاصو له جملې اوسي. که مو چېرې لیدلي وي چې کوم ماهر همکار مو یو ځای په ښه یا عالی ډول ناست ده ښایي په شعوري ډول تاسې د هغوی په تقلید هماغه ډول کېناستی غوره کړﺉ. انسان طبیعتاً همداسې دی.

د ځان په څېر ملګرو لټون، هغوی ته پاملرنه کول چې موږ ته اهمیت را کوي او د خلکو سره د هغوی ستاینه کول د غیر شعوري تقلید لپاره ټول ټولنیز توضیحات دي.

همدارنګه یو شمېر بیولوژیکي دلایل هم شتون لري چې ورته دلایلو ته په نه پاملرنه کې هم له نورو تقلید کوو. ځینې څېړنې ښایي چې انسانان نورمونیک عصبي سېستم لري، او انسان ته اجازه ورکوي څو د تقلید یا سیالۍ کولو له لارې ډېر څه زده کړي.
نورمونیک غبرګونونه هغه مهال په فعالیت پیل کوي کله چې د نورو اشخاصو، کړنې، رفتار او چلند ووینو، تصور وکړئ د دماغ خورا کوچنۍ برخه د نورو اشخاصو فعالیتونه پرته له دوهم ځل تکرار کولو واقعاً په ښه ډول تر سره کوي.

ډېری نیورونونه د ماشوم لپاره دا شونې کوي څو خپل مور او پلار قانع کړي چې خپل بوټان تړلی شي او بیا پروسه له ځانګړې لارښوونو پرته تکرار کړي. په ورته مهال نیورونونه موږ ته اجازه راکوي څو ژبې، د موسیقي ډېری آلات، هنرونه او همدارنګه حرکات د نورو کړنو ته په لیدو تر سره کړو.

دا موضوع د یوې ټولنیزې پدیدې او خواخوږي په توګه پېژندل شوې او داسې یوه موضوع ده چې ښوونکی پرې پیل کوي، یا په یوه ټولګي کې څرنګه لوبه کېږي یا هم د لهجې، کردار او له خبرو سره د بدنۍ ژبې تشبه او پرتله والی تشریح کوي.
یا په ساده توګه؛
دا برخه زموږ نورمونیک غبرګونونه منعکس کوي او زموږ نا خود آګاه خواخوږي غبرګوي چې زموږ له را څېرمه یا نیږدې وګړو څخه کاپي کېږي.

مهمه لیکه:
طبیعي ده چې وپوهېږﺉ تاسو په شعوري ډول بدلون کړی او د ملګرو، کورنۍ، یا خپل شاوخوا نورو ملګرو په څېر ورته والی مو موندلی. که چېرې په خپل شخصیت ویاړ لرﺉ کله به هم د نورو له رفتاره تقلید ونه کړﺉ په عین حال کې ممکن هڅه او کوښښ مو د خپل شخصیت او عاداتو په تغیر نه وي، مګر د خپل شاوخوا اشخاصو تر منځ تقلید یا سیالي کول فقط د ټولنیزې خواخوږۍ یوه برخه او د انسانانو له ښېګڼو څخه شمېرل کېږي.

ژباړنه: نایله خان عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.