طالبانو په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د بشري مرستو موټر درولی

‫خبریال وېب پاڼه/ فاریاب کې سیمه اییز چارواکي وايي د ترکمنستان مرسته شوي خوراکي توکي چې شیرین تګاب ولسوالۍ کې طالبانو بند کړي وو، خراب شوي.‬

‫دغه مرسته ترکمنستان د روژې او د کرونا ویروس له کبله رامنځته شویو اقتصادي ستونزو لپاره له بې وزلو خلکو سره کړې وه.‬

په ورته وخت کې بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د یوې اوونۍ را په دې خوا طالبانو د فاریاب آقینې بندر له لارې د ترکمنستان هېواد پنځه موټره بشري مرستې درولي دي.

یاد کمیسیون وايي یاد موټر یې شیرین تګاب ولسوالی کې درولی دی او اجازه نه ورکوي چې میمنې ښار ته راشي.

په دغو موټر کې د غنمو سره سره د ترکاریو او هګۍ هم شته.

بل لورته د فاریاب والي ویاند جاوېد بیدار وايي چې دغه ترکاري او هګۍ د ګرمې هوا له امله خراب شوي دي.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې ورانکاریو او تخریب ته سخت لاس ور اچولی.

د دوی له لوري بریدونه هم زیات شوي، چې د روانې میاشتې په اوږدو کې یې په جګړو او بریدونو کې څه کم ٣٠ ملکیان وژل شوي او ټپیان دي.

له طالب وسله والو په بار بار په نړیواله کچه د اوربند غوښتنه وشوه.

خو طالب وسله وال ورځ تر بلې بې لارې کیږي او ورانکاریو او تخریب ته لا مټې رابډ وهي.

افغان حکومت او طالبان به ورو ورو د سولې خبرو او بین الافغاني ناستې ترسره کېدو ته نږدې شي، خو د دوی له لوري تاوتریخوالی نه را کمیږي.

امریکا وایي، د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته له طالب وسله وال چې څومره تمه کېده، هومره یې تاوتریخوالی نه دی کړی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More