٤٠٠ روغتیاپالان پر کرونا ویروس اخته شوي
خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس د درملنې څرنګوالی!
روغتیا وزارت وايي تر اوسه ۴۰۰ تنه روغتیايي کارکوونکي پر دې ویروس اخته شوي دي.
په هېواد کې د کرونا ویروس د پیل راهیسي یوازې نږدې څلور سوه تنه روغتیايي کارکوونکي پر دې ناروغۍ اخته شوي دي په دې منځ کې بیا شپږ تنو خپل ژوند بایللی دی.
ځینې روغتیايي کارکوونکي وايي چې پر ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره بیا هم د کووېډ١٩ څخه د ښاریانو د ژوند خوندي کېدو له پاره مبارزه کوي او دې لارې ته دوام ورکوي.
ډاکټران اوروغتیایي کارکوونکي د کرونا ویروس لومړۍ کرښې مبارزین شمېرل کیږي.
د کرونا پر وړاندې مبارزه چې دوی یې خپله هم له شر څخه خوندي نه دي آن د روغتیا وزارت تر ټولو لوړ پوړي چارواکي هم پرې ککړ شو.
د رسمي شمېرو له مخې، هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدا راهیسې نږدې څلور سوه ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي په دغه ویروس اخته شوي دي چې له دې ډلې لږ تر لږه شپږو هغو یې ژوند بایللی دی.
روغتیا پالان له دوه اوونیو راهیسې کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې شتون لري؛ وایي سره له دې چې دغه ویروس به یې روغتیا له جدي گواښ سره مخ کړي؛ خو دوی او همکاران به یې مبارزې څخه لاس په سر نه شي.
نوموړي او همکاران یې چې هر کاري نوبت کې ۲۴ ساعتونو لپاره ناروغانو ته پر رسېدنې بوخت وي؛ له هېوادوالو غواړي څو د ناروغانو ژغورنې لپاره د دوی ستړیاوې او وروستۍ هڅې درک کړي.
د هرې ورځې له اوښتو سره هېواد کې په کووېډ١٩ د اخته کسانو شمېر ډیروالی مومي، هغه امر چې د دغو روغتیایي پالانو پر اوږو فشار لا ډېر دروندوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.