The news is by your side.

هند: طالبان باید د غني په مشرۍ دیموکراتیک نظام په رسمیت وپېژني

خبریال وېب پاڼه/ د هند حکومت وایي، طالبان باید د ولسمشر غني په مشرۍ دیموکراتیک نظام په رسمیت سره وپيژني.

د طالبانو سره د خبرو لپاره د هند نوې غوښتنه!

وروسته له هغه چې امریکا له هند څخه غوښتنه وکړه چې ترورېزم آدرس څخه د اندېښنو پای ته رسېدو له پاره په مستقمیه توګه د طالبانو سره خبرې وکړي نو اوس نوي ډیلي ویلي دي چې یوازې په دې صورت کې د طالبانو سره خبرو ته کیني چې دا ډله د افغانستان دیموکراتیک جوړښت چې د ولسمشر غني په مشرۍ دی په رسمیت وپېژني.

او همدارنګه طالبان د افغان دولت چې د هند یو له اصلي شریکانو څخه دی، د یو دولت په توګه په رسمیت وپېژني او د امریکا لاس ناستې حکومت ورته ونه کاروي.

زلمي خلیلزاد هند ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد ملي امنیت شورا له سلاکار سره لیدنه وکړه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د ترورېزم ادرس په اړه اندېښنې لري او یا هم د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام په اړه کومه پوښتنه ولري کولای شي د طالبانو سره په مستقیمه توګه خبرې پرې وکړي.

ورته وخت کې بیا د طالبانو سیاسي دفتر ویاند هم ویلي دي چې طالبان هم د افغانستان په بیارغونه کې د نوي ډيلي مرستو سره مخالفت نه لري او د افغانستان راتلونکي بیارغونه کې د هند مرستو دوام څخه هر کلی کوي.

د روژې میاشتې دویمه اوونۍ کې د طالبانو بریدونو پنځه ویشت تنه ملکي کسان وژلي دي.

د ملي امنیت شورا وايي یاد کسان د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د طالبانو له لوري د بریدونو په ترڅ کې ژوبل شوي دي.

د دې شورا په خبره د طالب خوشې شویو زندانیانو سره بیا په دې وروستیو اوونیو کې درې دېرش سلنه تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی دی.

بل خوا اروپايي ټولنې استازی وايي چې د افغانستان جګړې ښکېلو اړخونو چې د اوربند غوښتنه یې رد کړې ده په راتلونکې کې به د دې ټولنې د مالي او سیاسي ملاتړ څخه بې برخې اوسي.

بل خوا د امریکا به ګنګره کې ځینې استازي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي څخه نیوکه کوي او دا ډله د امریکا سره د شوې هوکړې پر نقض تورنوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.