The news is by your side.

هراتیان د ښوونځیو تړلې پاتې کېدو اندېښمن کړي

خبریال وېب پاڼه/ هرات کې د ښوونځیو پر تړلې پاتې کېدو اندېښنې!

د لسګونه خصوصي ښوونځیو مسؤولین، د ښوونځیو پر دوامداره تړلې پاتې کېدو او اقتصادي ننګونو اندېښنه څرګندوي.

هرات کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې غړي د یوې ناستې پرمهال، د خپلو اقتصادي ننګونو هواري لپاره، دولت څخه د پور په توګه د پیسو غوښتونکي دي او ټینګار کوي چې دغه پور به په منځ مهاله توګه بېرته ورکړي.

هرات کې د خصوصي ښوونځیو ټولنې غړي وایي، د کرونا ویروس خپرېدا په پایله کې له څلورو میاشتو راپه دې خوا، هرات کې خصوصي ښوونځي تړلې دي او دغه ښوونځي له جدي مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغو ښوونځیو مسؤولین اوس مهال دولت څخه د پور په توګه د پیسو غوښتنه کوي.

هرات کې د خصوصي ښوونځیو یوشمېر مسؤولینو، وړمه ورځ د یوې ناستې پرمهال د قرنطین وضعیت دوام او د ښوونیزو بنسټونو تړلي پاتې کېدل د اندېښنې وړ بولي.

هم مهاله، د هرات پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د خصوصي ښوونځیو ستونزې ورته رسېدلې دي او هغه به د پوهنې وزارت چارواکو سره شریکوي.

د هرات د پوهنې رییس وایي چې دغه قضیه د څېړنې په حال کې ده.

د شمېرو له مخې هرات ولایت کې ۲۰۷ خصوصي ښوونځي شتون لري چې څه باندې اووه زره او شپږ سوه کسان په کې د ښوونکو او کارکوونکو په توګه دندې ترسره کوي، له دې سره، دغو ښوونځیو کې څه باندې یوسل او لس زره زده کوونکي هم په زده کړو بوخت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.