The news is by your side.

ننګرهار کې بزګران د بازار نشتون څخه سرټکوي

خبریال وېب پاڼه/ په هېواد کې د قرنطیني بازارونو له امله د ننګرهار بزګران د تاوانونو سره مخ دي او وايي سره له دې، چې سبزيجات يي د پخوا په پرتله ښه او په لوړه بیه پلورل کیږي خو زیاتوي پلور يي کم شوي دی.

دوی وايي حکومت ورته تر اوسه کومه داسې سړه خونه نه ده جوړه کړې چې رسېدلي سبزي پکې ذخیره کړي.

چارواکي وايي سږکال په ننګرهار کې په شاوخوا لس زره هکټاره ځمکه باندې سبزي کرل شوې او هغه بزګران چې د تاوانونو سره مخ دي د تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې سره سره به ورته د صفر انرژۍ ذخیري جوړیږي چې بیاز، رومیان او بانجان پکې ذخیره کړي.

سږکال په ننګرهار کې په شاوخوا لس زره هکتاره ځمکه باندي تازه سبزي جات کرل شوي او د ټینډيو ،ګندني او مټرو په ګډون يې یوه اندازه رسېدلي هم دي.

خو بزګران وايي لار بندي او د بازارونو قرنطین يې د سبزۍ پلور خراب کړی او هره ورځ له تاوان سره مخ دي.

ننګیالی چې له تېرو پنځلس کالو راهیسې دهقاني کوي وايي په پنځه جریبه اجاره ځمکه باندې لس کیزه کورنۍ ساتي.

نوموړی وايي سږکال يې د ټینډیو حاصل ښه دی خو د بازارونو قرنطین يې د ټینډیو پلور کم کړی او له زیان سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت زراعت او مالدارۍ خوني مسؤولین وايي د سبزۍ د لېږد پر وړاندې ستونزه نشته خو د لارو بندېدل يې یو څه ځنډوي چې د سبزۍ د خرابېدو لامل کیږي

فضل محمد سیار وايي په تېرو کلونو کې به سوداګرو دغه سبزي د کابل په ګډون شمالي ولایتونو ته وړله خو سږکال بیا دا چاره ډېره کمه ده.

د ننګرهار بزګران وايي که حکومت ورته په دغې ولایت کې د سبزۍ د ساتني سړې خوني جوړې کړې وی اوس به دوی له زیانونو سره به نه مخ کیدی.

د ننګرهار کرنې ریاست مني چې د کرونا له مله بزګران له تاوانونو سره مخ دي خو زیاتوي هڅې يې پيل کړی تر څو تاواني بزګرو ته کیمیاوي سرې او تخمونه ورکړي.

نوموړی وايي کرنې وزرات په پام کې لري چې په ننګرهار کې د سبزۍ لپار د صفر انرژۍ ذخیري جوړې کړي او همدارنګه د بانجانو او رومیانو د وچېدو د پروسېس سیستم په کار واچوي تر څو د دغې ولایت بزګران له تاوانونو خلاص شي.

ننګرهار ولایت چې د سبزيجاتو لپاره مناسبه هوا لري هر کال ترې په لسګونه ټنه سبزي کابل او شمالي ولایتونو ته وړل کیږي خو سږکال د بزګرانو حاصلات ښه دي ولې بازارونه يي کم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.