The news is by your side.

کوربنديز مات ښه دى که وېې ساتو؟

خبریال ویب پاڼه –  افغانستان په يوشمېر ولايتونو لکه ننګرهار، کندز او مزار کې د کوربنديز د رسمي ماتولو پرېکړه که څه هم ځايي ده ولې سکوټه حېرانوونکې نه ده ډيره ښه به داوي چې داسې پرېکړې په کابل کې مرکزي دولت د ټول هيواد په کچه وکړي ځکه چې له يوې خوا د ناروغۍ خپرېدل د افغانستان په شان په يوه هيواد کې، چرته چې د ولايتونو تر منځه ازاد تګ راتګ کيږي د ټول هيواد په کچه دى او له بل لوري دا ډول پرېکړې ښايي د ملي روغتيا د وزارت سره په بشپړه سلا او همغږۍ کې وشي. لويه خبره داده چې داسې پرېکړې د سياسي، اقتصادي او مالي حالاتو په رڼا کې کيږي يا په بله ژبه د ماليې په وزارت باندې د پرېوتي اقتصادي زور په رڼا کې کيږي خو د دې پرېکړو د پېټى پورته کولو ته بيا دروغتيا وزارت او روغتيايي ډګر اوږه ورکوي دا پرېکړې که چرته سمې راوخيژي (چې دا اټکل به ډيره له وخته وړاندې خبره وي ) نو کرېډېټ ېې يا د ماليې وزارت اخلي يا د دولت د سر سياسي سړي او ياځايي ولايتي چارواکي ، ولې د دې پرېکړو د پورته کولو ټول زور د روغتيا په وزارت، ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارکوونکو پرېوځي.
په دې لړ کې غواړم د دولت د تګلارو جوړونکو او په تيره بيا د روغتيا وزارت ته يو څو لنډ وړانديزونه وکړم:
1- ښايي د روغتيا وزارت خپل دريځ څرګند کړي چې په يو شمېر ولايتونو کې د لګېدلي کوربنديز ماتول د دوى په سلا کيږي او که نه؟ او که د دوى په سلا کيږي نو دلايل ېې څه دي؟ (لکه د ناروغانو يا د مړو د شمېرو راټيټيدل چې د دوى د کوم اوسني پلي شوي بشپړ کاريز پلان پايله وه او يا دا ګڼل چې د وبا زور مات شو او لومړنۍ څپه ېې خپل پيک peak او څوکړۍ ته ورسېده ).
2- که دا کار يواځې د اقتصادي دلايلو او ملحوضاتو په رڼا کې کيږي نو بيا دې هم د روغتيا وزارت خپل دريځ څرګند کړي چې په راتلونکي کې دا وزارت د يوې خداى مه کړه ناسمې پرېکړې برخه ونه ګڼل شي!
3- د کوربنديز د ماتېدلو سره په دولت باندې د بې وزلو کورنيو سره د مرستې پېټى کميږي له بلې خوا د نارمل ورځني اقتصادي ژوند بيا راستنېدل دولتي عايد بيرته لوړوي نوښايي چې بې وزلو ته د داسې مرستو له نه ورکړې نه چې کومه مالي سپما کيږي او يا د ورځني ژوندانه د ګټې وټې سره چې دولت کومې پېسې جوروي نو د هغېو پېسو يوه غوښنه برخه دې د روغتيا وزارت ته ددې د پاره ورکړل شي چې دا پېسې د ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتيايي کارکوونکو په ساتنه، کاليو او د ناروغانو د پاره تر وېنټېلېټرز ventilators پورې د کوېډ19 د درملنې په وکرو، سامانونو او درملوولګېږي، ورسره ښايي د ډاکټرانو، نرسانو، روغتياپالانو او د روغتونونو د پاکوونکو او کلينرز معاشونو ته د سپمېدلو او لاس ته راغلو پېسو يوه برخه ځانګړى شي او د هغوى تنخواګانې پرې لوړې کړي.
4- همدارنګه ښايي د روغتيا وزارت، پرايوېټ ډګر د کوېډ19 په درملنه کې ورګډ کړي او د ماليې وزارت اړکړي چې د دې ډګر د هغو روغتونونو ټېکس او يا د نورو اړوندو ادارو د لارې د هغوى د اوبو او برېښنا بلونه کم کړي کوم روغتونونه چې د کوېډ19 ناروغان مني.
5- ښه به وي که دروغتيا وزارت په افغانستان کې د کوېډ19 د مالومولو او تشخيص ازموينې ﻻ ډېرې کړي په تيره بيا د ډاکټرانو، نرسانو او روغتيايي کارکوونکو د پاره او د دې ډول ازموينو واک دې د ارګ له يوه ځانګړي سلاکار يا له يوه نه د ډيرو سلاکارانو او چارواکو له لاسو وباسي اود ډاکټرانو او ولس يوې ګډې استاځې ډلې ته دې ورکړى شي تر څو د کويډ 19 ازموينې بې ځايه او يواځې د يوشمېر لوړپوړو چارواکو، د هغوى د کورنيو او ملګرو د پاره تر دې وروسته ونه کاريږي.
6- د کوېډ 19د وبا د اوسنۍ څپې نه د زده کړو په رڼا کې دې د دې ناروغۍ د دوېمې احتمالي څپې د پاره، په تېره بيا په هغو سيمو کې پلېنېنګ او بشپړه تابيا وکړي چرته چې کوربنديز په رسمي ډول مات شوى دى.
يادساتئ چې د سپېنېش انفلونزا Spanish Influenza دويمه څپه د دې ناروغۍ تر لومړنۍ څپې ډيره مرګونې وه، لومړنۍ څپې ېې پنځه لکه انسانان مړه کړل خو دوېمې څپې ېې پنځه ملېېنه خلک وژلي وو نو ښايي د کوېډ19 د ناروغۍ سره نه سياسي لوبې وشي او نه ولس په دې تېروتنه خوشاله کړو چې بس بلا وه تېره شوه خو برکت ېې نه وو دداسې بلاګانو لوى وبايي برکت د دوى د دويمې څپې په مرګوني شر کې پروت وي نو ولس په بيا بيا وپوهوئ چې د ماسک او تر پوزکې تړل، ټولنيز واټن، په تړمو اوبو او صابون د لاسونو وينځل، د کوټو د کړکيو کله ناکله، خو هره ورځ پرانيستل او په دفترونو، بازارونو، ښوونځيو او حتى جوماتونو کې له ګڼې ګوڼې ځان ساتل ډير ارزښتمن احتياطي تدبيرونه دي.
7- ولسي پوهاوې په دواړو ملي ژبو کې د ژبو د ملي سلنې سره سم وکړئ ځکه چې دا پوهاوې په لويه کې له ټلوېژنونو واخله تر راډيوګانو او حتى افغان فلمه پورې لګيا دى يواځې په ”دري“ ژبه کې کيږي او دا کار نه په قانوني ډول سم دى نه د انساني حقونو پر بنسټ ېې سم ګڼلى شو او نه داسې چارې د زغملو وړ چارې وي ځکه چې دا ډول زياتې يواځې د ملي ژبې پښتو سره زياتى نه دى بلکه د افغانستان د اکثريت خلکو د ژوند او روغتيا سره زياتى دى او داسي زياتي نه د منلو وړ دي او نه د بخښلو وړ!
مننه

لیکوال :‌ډاکټر محمداکبر اکبر
کېنټ برتانیا

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.