The news is by your side.

هکرانو د کرونا ویروس د تولید په امریکايي شرکت برید کړی

 

خبریال ډاټ کام: د ایران په دولت پوري تړلو انټرنیټي غلو او هکارانو د امریکې د واکسین جوړلو په تر ټولو مهم او ستر شرک ( ګیلیاد ساینس) برید کړی او غوښتل يي ترینه مهم معلومات غلا کړي.

دغه شرکت ویلي چې دوي د  کرونا واکسین د جوړلو دوهم پړاو ته ننوتي او په دې برخه کې یې ډیر پرمختګ کړی دی.

د امریکې د ولس سترګي اوس تر ټولو نورو شرکتونو همدغه شرکت ته دي چې کولای شي د کورنا ویروس ضد واکسین جوړ کړي.

د ایران اخندي رژیم نه یوازي دا چې اوس په سیمه کې د دیموکراتیکو خوځښتونو او حکومتونو ضد پالیسي تقیبوی تر څنګ یي په هغو ادارو هم بریدونه کوي چې غواړي په اوسني نازک وخت کې بشر وژغوري.

د ګیلیاد ساینس شرکت په سرورونو او معلوماتي خونو باندي چې د کلفرونیا ایالت په فوستر ښار کې موقیعت لري برید شوی دی.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ایران پورې وابسته هکرانو هڅه کړې د ګیلیاد په نامه د درمل جوړونې امریکایي شرکت معلومات غلا کړي. نوموړي خبري آژانس خپل منابع په «عامه لاسرسي کې د انټرنټ پاڼو آرشیف» او د سایبري امنیت درې تنه څیړنکي ښودلي دي.

د ګیلیاد شرکت د دارو جوړونې یو معتبر شرکت دی چې د کرونا ویروس په برخه کې تحقیق کوي او ښو نتایجو ته یې هم لاس رسی پیدا کړی دی. څه موده مخکې په شیکاګو کې یوه روغتون اعلان وکړ چې د رمد سیویر
د ګیلیاد شرکت ویاند د دغه انټرنټي برید په اړه د خپل نظر له څرګندونو څخه ډډه کړې. رویټرز ونه توانید پوه شي چې آیا د انټرنټي برید دغه هڅه کامیابه وه او که څنګه.

رسنۍ وايي چې د اپریل په میاشت کې د ایمیلونو سیسټم ته د ننوتلو یوې جعلي پاڼې چې د انټرنټي رمزونو یا کودونو ته د لاسرسي له پاره جوړه شوې وه، د ګیلیاد شرکت یوه لوړپوړي چارواکي ته لیږل شوی وو.

د دې صفحې یوه کاپي د ادرسونو د سکینولو د یوې ځانګړې انټرنټ پاڼې په وسیله لمنځه وړل شوی ده.

د ګیلیاد شرکت اطلاعاتو ته د لاسرسي پيدا کولو کوښښ د دې ښکارېندویي کوي چې د مجازي فضاء جاسوسان د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ویروس په اړه د معلوماتو د راټولو په هڅه کې دي.

ګیلیاد شرکت تیره اونۍ د امریکې د غذايي مصونیت د ادارې له لوري د کورنا ویروس پر ضد د واکسین دوهم پړاو تحقیقات او موندني تاید کړي او ورته یي اجازه ورکړه چې خپل واکسین دریم پړاو ته بوزي په کوم کې چې د کرونا د موثر واکسین د جوړیدو هیله کابو په حقیقت بدلیږي.

شرکت وايي چې هکران یي پیژندلي او دوي ته زیان نه دی رسیدلي.

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د خپرو شوو معلوماتو له مخې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر له  ۴ ميليون اوښتی دی. دغه پوهنتون وايي چې تر اوسه پوري د کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۷۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.