The news is by your side.

شفق یو ځل بیا خو له اوږد بندیز سره مخ شو

خبریال وېب پاڼه/د کرېکټ ملي لوبډلې وتلی ستوری او بریدګر توپ وهونکی شفیق الله شفق د کرېکټ بورد لخوا له شپږ کلن بندیز سره مخ شو.

د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ وهونکی شفیق الله شفق یو ځل بیا د کرېکټ بورډ له خوا له اوږد (شپږ کلن) بندیز سره مخ شو. نوموړی په ۲۰۱۶ ز کال کې هم له شپږ میاشتني بندیز سره مخ شوی ؤ.

شفق د کرېکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې لخوا وروسته له هغه له شپږ کلن بندیز سره مخ کېږي چې نوموړي د افغانستان په لومړي پړاو غوره لیګ سیالیو کې چې په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوې، له نورو لوبډلو سره د جوړ جاړي په تور له شپږ کلن بندیز سره مخ شوی دی. نوموړی به په دغه موده کې د هېڅ ډول کرېکټ اجازه و نه لري.

یادې شوې کمېټې د شفق څلور تېروتنې را اخیستې دي او وایي چې خپله شفق هم اقرار پرې کړی دی. په دغو تېروتنو کې یوه یې د لوبې د پایلې په اړه جوړ جاړی چې یا په مستقیم او غیر مستقم ډول له مفسد لوري سره جوړېدل، د امتیاز او بډو وړاندیز کول، په عمومي توګه د داسې ګام اوچتول چې په هڅولو سره یې مقابل لوری پرې را پارول کېږي او غیر قانوني کړنو ته لار هواروي او وروستی هغه یې له کرېکټ بورډ سره د هغو نا ببریو او مېلمستیاوو چې د بډو په پلمه د لوبو په جریان کې ورته شوې یا وړاندیز شوې وې.

په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې مدیر سید انورشاه قریشي وایي چې دا یو نه بښونکی عمل دی چې د یوه وتلي کرېکټر لخوا دې ترسره شي. دوی زیاتوي چې شفیق الله شفق د بنګله دېش په غوره لیګ کې هم ورته هڅې کړې دي چې له امله یې د کرېکټ بورډ باور ته صدمه رسولې ده.

شفق تر دې وړاندې هم له ورته بندیز سره مخ شوی ؤ خو هغه مهال یې تېروتنه وړه وه او نوموړي ته د کرېکټ بورډ لخوا د شپږو میاشتو سزا ورکړل شوې وه.

یو شمېر هېوادوال او د کرېکټ مینوال بیا نیوکه کوي چې ګواکې په شفق باندې د کرېکټ بورډ لخوا زیاتی روان او هڅه کوي په لوی لاس دغه بریدګر لوبغاړی منزوي او ګوښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان زیږدیز کال کې د کرونا له امله د وضعه شوي کرنتین له خلاصېدو هخوا د آسیا جام سیالۍ هم ترسره کېږي او د دغو سیاسلو لپاره شفق چې چټکه لوبه کوي، یو غوره آپشن بلل کېده خو اوس به پوره شپږ کاله دمه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.