The news is by your side.

رولا غني؛ له طالبانو د سولې هیله نه شي کېدی

خبریال وېب پاڼه/لومړۍ مېرمنې په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې باور نه لري طالبان به د سولې خبرو ته را ودانګي.

د ولسمشر غني مېرمن رولا غني په خپله وروستۍ مرکه کې د طالبانو پر جګړه ییزه اراده شک ښودلی او زیاتوي چې باور نه لرم دغه اورپکې ډله به د سولې خبرو ته را ودانګي.

په دې وروستیو کې د طالب اورپکو بریدو په کم سارې توګه زور اخیستی دی او سلګونه او زرګونه افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دغه وسله واله ډله چې د پاکستان د څارګرې ادارې له ملاتړ او بشپړ نفوذ څخه برخمه ده له امریکا سره د سولې تر لومړي تړون را وروسته یې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو او ولسي وګړو پر مرموزه وژنو کې زیاتوالی را وستلی دی.

یو شمېر سیاسي شنونکي وایي چې دغې اورپکې ډله د سولې لپاره هېڅ سالمه اراده نه لري او څه چې د پاکستان استخبارات ورته وایي، همغه کوي. د سولې له تړون وړاندې د طالب اورپکو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په هر برید کې د امریکایي ځواکونو هوایي مرسته شامله وه چې دې کار د طالب اورپکو لپاره ستر سرخوږی جوړ کړی ؤ.

تمه وه چې له امریکا سره د سولې له تړون وروسته د افغان ځواکونو پر وړاندې د دغې وسله والې ډلې بریدونو کې د پام وړ کموالی راشي او د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه سازي وشي، خو برعکس تاوتریخوالی د پخوا په پرتله هم زیات شوی دی. د روژې په دویمه اونۍ کې دغې اورپکې ډلې د هواد په ۱۸ ولایتونو کې شاوخوا ۲۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.

لومړۍ مېرمن وایي وسله والو طالبانو له امریکا سره سوله کړې ده او افغان او مسلمان وژنې ته یې زور ورکړی دی. رولا غني زیاتوي چې باور نه لرم چې دغه ډله دې له جګو لاس په سر شي او سوله دې وکړي.

نوموړې همداراز وایي حکومت په ځلونو دغې اورپکې ډلې ته د اوربند او ولې وړاندیزونه وکړل چې په مکرر ډول یې رد کړل. آغلې غني په طالبانو غږ کړی چې که غواړي یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو باندې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. نوموړې زیاتوي چې حکومت له تېرو دوو کلونو طالب اورپکو ته د مخامخ خبرو وړاندیز کوي چې لا هم منل شوی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.