The news is by your side.

په فاریاب کې د طالبانو د جنایتونو دوام

خبریال وېب پاڼه/ په فاریاب ولایت کې طالبانو د ملکي وګړو کورونه ویجاړ کړي.

په فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو په دې ولایت کې د ملکي خلکو په وړاندې خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، چې چې په نوي مورد کې د ملکي خلکو کورونه ویجاړ کړي.

د فاریاب امنیه قومندان غیبت الله سادات وايي، کله چې طالبانو ته په قیصار ولسوالۍ کې درانه تلفات واوښتل، نو دوی د امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور د ملکي خلکو کورونه ویجاړ کړل.

د فاریاب امنیه قوماندان وویل چې طالبانو د دولت سره د همکارۍ په خاطر د ملکي خلکو کورونه ویجار او په بمونو یې الوزولي دي او دوی يي د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت اوسېدونکو په قیصار ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي چې طالبان په انساني او اسلامي ارزښتونو باور نه لري او تل یې د ملکي خلکو پر وړاندې تاوتریخوالي ته دوام ورکړی.

د فاریاب اوسېدونکي پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې د خلکو پر وړاندې خپل تاوتریخوالی ودروي او د سولې بهیر سره یوځای شي.

تېره ورځ طالبانو په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د بشري مستو موټر درولی وو.

فاریاب کې سیمه اییز چارواکي وايي د ترکمنستان مرسته شوي خوراکي توکي چې شیرین تګاب ولسوالۍ کې طالبانو بند کړي وو، خراب شوي.‬

‫دغه مرسته ترکمنستان د روژې او د کرونا ویروس له کبله رامنځته شویو اقتصادي ستونزو لپاره له بې وزلو خلکو سره کړې وه.‬

په ورته وخت کې د بشر حقونو کمېسیون وايي چې د یوې اوونۍ را په دې خوا طالبانو د فاریاب آقینې بندر له لارې د ترکمنستان هېواد پنځه موټره بشري مرستې درولي دي.

کمېسیون وايي طالبانو یاد موټر شیرین تګاب ولسوالۍ کې درولی دی او اجازه نه ورکوي چې میمنې ښار ته راشي.

په دغو موټر کې د غنمو سره سره ترکاریۍ او هګۍ هم شته.

بل لورته د فاریاب والي ویاند جاوېد بیدار وايي چې دغه ترکاري او هګۍ د ګرمي هوا له امله خراب شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.