The news is by your side.

د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې جنایتونه څېړي

خبریال وېب پاڼه/د جرمونو نړیوالې محکمې په خپل وروستي بیان کې ویلي چې دوی به په افغانستان کې جنګي او بشري جنایتونه څېړي.

د جرمونو نړیواله محکومه وایي سره له دې چې امریکا یې مخالفت کوي، دوی به په افغانستان کې جنګي او بشري جنایتونه څېړي او نړیوال به پرې خبروي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې هر لوري په عامو خلکو او ښکېلو لوریو باندې جنګي جنایتونه او بشري بې حرمتۍ کړې دي.

تېره اونۍ طالب اورپکو په ارزګان ولایت کې یوه بشري جنایت ته لاس اچولی ؤ او د شهید شویو پولیسو پر مړو یې تېزاب شیندلي وو. ویل کېږي وروسته یې له یو شمېر سرتېرو څخه غوږونه او پزې هم پرې کړې او سترګې یې ورڅخه ویستلې دي.

په ارزګان کې د زر بي بي په نوم د یوه شهید سرتېري مور رسنیو ته ویلي چې طالبانو یې زوی لومړی برمته کړی او له وژلو وروسته یې پر جسد باندې تېزاب هم شیندلي دي. نوموړې زیاتوي چې ښایي طالبانو په ژوند هم زیات شکنجه کړی وي خو وایي چې د زوی پر جسد شوی زیاتی یې هره ورځ کړوي.

امریکایي ځواکونه او افغان امنیتي سرتېري هم د دغه ډول جنایتونو برخې شمېرل کېږي چې تر دې مهاله ورڅخه پوښتنې ګروېګڼې شوې نه دي خو په ډېری جنګي سیمو کې د جګړې د ښکېلو لوریکو لخوا جنګي جنایتونه ترسره کېږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د مخالفت له امله سخپل ففعالیتونه ځنډولي وو خو د دغې محکمې د تازه بیان له مخې به دوی یو ځل بیا خپلو چارو ته را ودانګي او خپل پلټنې به پیل کړي.

په افغانستان کې سله تېرو کابو دوو لسیزو را هیسې کورنۍ جګړه کې لسګونه جګړه ییز او بشري جنایتونه شوي دي چې ډېری وخت ورته د پلټنې کمیسیونونه او پلټونکي ټیمونه هم جوړ شوي دي خو هېڅکله یې پایلې له ولس او اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو سره شریکې شوې نه دي.

د جرمونو نړیواله محکمه په خپلو وروستیو څرګندونو کې وایي چې دوی به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، افغان پوځیانو او طالب اورپکو لخوا د شویو جنایتونو پلتنو ته دوام ورکوي.

دغه محکمه وایي سره له دې چې امریکا یې مخالفت کوي، دوی به بیا هم په افغانستان کې خپلو تحقیقاتو او پلټنو ته دوام ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.