د افغان سولې ټينګښت برخه کې د قطر ژمنې
خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قطر دایمي استازې شیخه هالیه وايي، افغانستان کې سوله او د نښتو مخنیوی د دې هېواد د بهرني سیاست په لومړیتوب کې دي.
قطر په افغانستان کې سولې ته د لاسرسي او په دې برخه کې د اسانیتاوو برابرېدو د افغانانو خپل منځي خبرو له پاره د هڅې ترسره کېدو پر ژمنې ټينګار کوي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قطر دایمي استازي افغانستان کې سولې ته د رسېدو هڅو او اسانتیاوو ته اشاره کړې ده او ویلي دي، د نښتو مخنیوي، د سولې ساتنې منځکړیتوب بیا د دې هېواد د بهرني سیاست له پاره لومړیتوب دی.
شیخه هالیه احمد بن سیف آل ثانۍ هیله څرګنده کړې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په نهه ویشتمه لاسلیک شوی هوکړه لیک باید د افغانانو خپل منځي خبرو د پيلېدو لامل شي تر څو افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړه پای ته ورسیږي.
هالیه همدارنګه د افغان سولې له پاره د ځوانانو او مېرمنو رول په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په همغږۍ دویمې ناستې کوربتوب څخه هم خبرې وکړي.
ملګرو ملتونو کې د قطر دې استازې د سولې په بهیر کې د افغان ځوانانو رول اړین یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې دوحه هغه ناستې څخه کوربتوب کوي ترڅو په دې دیموکرایتکو او د سولې بهیرونو کې د مېرمنو او ځوانانو رول باندې خبرې وشي.
طالبان له امنیتي ځواکونو سره د جګړې لپاره چمتوالی نیسي.
د امنیتي ادارو مسؤولین چې تېره ورځ د مشرانو جرګې ناستې ته وربلل شوي وو، وویل طالبان د سولې هوکړې له لاسلیک ورسته د سولې ګړندیتوب له پاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی او د امنیتي ځواکونو سره د جګړې له پاره چمتوالی نیسي.
د ملي امنیت ریاست سرپرست ټينګار کوي چې طالبانو تر اوسه هم د نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي او پاکستان کې اوس مهال د جنګالیو جذب باندې بوختې دي.
د دې ریاست د شمېرو په بنسټ د وري میاشتې له پیله د غوی تر پنځلسمې پورې دې ډلې دوه زره دوه اویا بریدونه ترسره کړي دي.
د طالبانو ډلې د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر پلازمينې دوحې کې له امريکا سره د سولې هوکړه لاسليک کړه.
د دې هوکړې پر اساس طالبان بايد پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کول بند کړي او په هېواد کې هم بايد تاوتريخوالی کم کړي.
تر دې هوکړې وروسته که څه هم افغان ملي امنيتي ځواکونو دفاعي حالت غوره کړ، خو طالبانو بيا هم خپل بريدونه کم نه کړل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.