کرونا د هیواد پر اقتصاد منفي اغیز کړی
خبریال وېب پاڼه / د افغانستان اقتصاد د کرونا تر سیوري لاندې!
سوداګرۍ خونه وايي کرونا ویروس د هېواد خصوصي برخې ته یو نیم میلیارده ډالره زیان رسولی دی.
د سوداګرۍ خونه وايي چې د کرونا ویروس پراخوالي سره په هېواد کې راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ شوې ده او دا د دې لامل شوې، چې نږدې اتیا سلنه تولیدي کارخانې له فعالیت څخه لاس په سر شي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت بیا ټينګار کوي چې د هېواد صادراتو بهیر تر دوو راتلونکو ورځو پورې له سره نیول کیږي.
د کرونا ویروس، د هیواد اقتصاد ته په څو برخو کې زیان رسولی دی، له تولید څخه نیولي تر سوداګرۍ او ترانزیت پورې.
ډېری تولیدي کارخونو د کافي اندازه اومه توکو نشتون او د لارو تړل کېدو له امله خپل فعالیت درولی دی.
د دغه کارخونو د اومه توکو زیاته برخه له بهر په ځانګړې توګه منځنۍ آسیا، ایران او پاکستان څخه واردیږي.
د شمېرو له مخې، د هېواد نږدې اتیا سلنه تولیدي کارخونو کارونه دمګړۍ په ټپه درېدلی دی.
د ټرانزېټ په ګډون د افغانستان صادرات او واردات له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د هېواد صادراتو پر مخ ځمکنۍ لارې تړلي دي او د توکو واردات هم محدود شوي دي.
په سویل کې پاکستان او شمال کې، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان خپلې پولې یا تړلي دي او یا یې هم له دغه هېواده د توکو د لېږد بهیر محدود کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د کرونا ویروس څخه مخکې، په یوه ورځ کې د سوداګریزو توکو ۵۰۰ کانټېنره د پاکستان له پولي څخه هېواد ته واردېدل اوس یي په اوونۍ کې درې سوه کانټینرونو ته کموالی موندلی دی.
د هوایي چلند د عوایدو برخې کچې هم د پام وړ کموالی موندلی او د کورني هوایي چلند د دوو سترو شرکتونو ګڼ شمېر مالیې زیانونه لیدلي دي.
د مالیې وزارت شمېرې ښیې چې یوازې درې میاشتو کې د هېواد عواید د تېر کال همدې مودې په پرتله، څه باندې یوولس میلیارده افغانۍ کموالی موندلی دی.
بل خوا د قرنطین پیل څخه تر اوسه پورې، هغه هوایي دهیلزونه چې له لارې یې کورني محصولات بهر ته صادرېدل، تړلي دي.
خو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ټینګار لري چې ډېر ژر به د هېواد د صادراتو بهیر د هوایي دهلیز له لارې بیا ځلې پیل شي.
د افغان حکومت پرېکړه نیولې ده چې د خپلې بودیجې کسر د نړیوالو مرستو په مټ حل کړي.
له دې وړاندې نړیوال بانک خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان اقتصادي وده به د کرونا ویروس له امله صفر شي او تر منفي پنځه سلنه به تجربه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.