د دولت او ډاکټر عبدالله تړون که د بل جنګ پیلامه؟
خبریال ویب پاڼه – ما هغه وخت کله چې ډاکټرصاحب اشرف غني د لومړي ځل لپاره ولسمشر شو، کرزي صاحب ته یو پرانستی لیک ولېږه او دا لیک د هغه ملي سرود په هکله و، چې ما لیکلی و؛ د ملي سرود لپاره جوړ شوي کمیسیون د رایو په غوڅ اکثریت منلی و، یو ځل نه، دوه ځله نه، بلکې ویل کېږي چې درې ځله، خو کرزی صاحب و نه مانه، ولې؟ نو تر ننه پورې یې زه په دلیل پوه نه شوم؛
د همغه لیک په پای کې ما کرزي صاحب ته لیکلي وو چې کرزی صاحب دا لیک تر دې ځایه ولوله ځکه چې تر دې وروسته یې زه د افغانستان تاریخ ته سپارم.
او نن همدا خبره د ډاکټر صاحب اشرفغني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د احتمالي تړون په هکله په دې لیکنه کې هم کووم او یواځې یې ډاکټر اشرفغني ته نه کووم، بلکې ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، ښاغلي حنیف اتمر، ښاغلي ګلبدین حکمتیار او ملا برادر ته یې هم کول غواړم او هغه دا چې دا لیکنه تر پايه ولولئ او بیا پرې یواځې خپلو ګرېوانونو ته د سوچ او فکر سرونه ښکته کړئ او جاج یې واخلئ چې دا خبرې سمې دي او که نه؟ ځکه چې دا لیکنه هم زه بيا د افغانستان تاریخ ته پرېږدم او ځکه یې ورته پرېږدم چې په اتفاقي ډول د دې لیکنې او زما د هغې لیکنې تر منځ چې د ملي سرود په هکله مې د کرزي صاحب نادودو ته پرېښې وه، ګډ ټکي او مشترکات ډېر دي او تر ټولو لوی ګډ ټکی یي د ملي عدالت او ولسي نیاو په مرۍ د چړو راښکل دي چې هلته هم راښکل شوې وې او دلته هم راښکل کيږي.
ما هلته کرزي صاحب ته په شوې لیکنه کې دا خبره کړې وه او نن یې داده بیا کووم، چې د لرغوني یوروپ په یوه هېواد کې دود وو چې د چا لوی سړي په مرګ به د کلیسا یا church ټلۍ په لوړ غږ ټنګېدله؛ نو چې یو ځل به ټلۍ وټنګېدله، خلک به پوه شول چې د کوم کلي یا ښار مشر یا سپین روبې مړ دی او چې دوه ځله به وټنګېدله نو دا به د کوم والي یا وزیر د مرګ خبر و؛ د ټلۍ د دریو ټنګېدلو مطلب به د لوی پادري یا لوی اسقف مرګ وو او په څلورم ځل د ټلۍ د ټنګېدلو مطلب به یې دا وو چې ټولواک مړ دی؛ خو یوه ورځ د ښار د لویې کلیسا ټلۍ یو ځل وټنګېدله، بیا دویم ځل وټنګېدله، دریم ځل، څلورم ځل او بیا پرله پسې وهل کېدله؛ له لوی پادري را واخله تر وزیرانو او باچا پورې ټول خلک په منډو ورغلل چې وګوري څه پېښ شوی چې د لویې کلیسا دا ټلۍ دومره ډېره وهل کېږي.
چې ورغلل نو د ښار یو فلسفي د کلیسا ټلۍ ته ولاړ و او په بیا بیا یې دا ټلۍ وهله؛ ټولو وپوښته چې دا څوک مړه دي چې د ټلۍ غږ د ودرېدلو نوم نه اخلي، نو هغه ځواب ورکړ، چې نن د ښار تر ټولو لوی مرګ شوی دی؛ نن د دې ښار او د دې هېواد د عدل مرګ وشو او د عدل مرګ تر بل هر مرګه لوی مرګ وي؛ د ټولواک تر مرګه هم او د لوی پادري تر مرګه هم؛ نو همدا کار هو بهو په دې ورځو کې په افغانستان کې هم روان دی او د هېواد دننه د ملي نیاو او عدالت مرګ کېږي او دا مرګ دواړه خواوې کوي، هم یې د ډاکټرصاحب اشرف غنی خوا کوي او هم یې د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله خوا؛ او نه يواځې نن بلکه تر دې وړاندې هم دواړو خوا همداسې کول ځکه چې همدا دواړه خواوې د هغو ټولټاکنو تر ټولو لویې خواوې هم وې چې د ولس پیسې، وخت او ژوند درې واړه پرې ولګېدل.
او د دې سره چې تر ما پورې ګڼو نورو خلکو دوى ته په بیا بیا دا خبره په ګوته کړه، چې دا وخت د ټاکنو نه دی وخت او پیسې په بل څه ولګوئ، ولې! ټولې اندېښنې په کڼو غوږونو پرېوتې او دا کاڼه غوږونه د همهغو چارواکو (اوکه خداى مې پرې ونه نيسي نو د هم هغو ټاميانو) غوږونه وو چې یا له ډاکټرصاحب اشرفغني نه تاو وو او لا تر اوسه هم ترې تاو دي او یا د هغو ”چار ورانو او لنډه غرو“ چې د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله نه تاو شوي دي.
پښتانه وایي چې «په جنګ کې اسونه نه څربېږي» او په جنګ کې نه یواځې دا چې اسونه نه څربېږي، بلکې ټاکنې او انتخابات هم پکې نه کېږي که وشي نو همداسې ناندرییز به وي لکه د افغانستان انتخابات او همداسې به ېې له سره د دولت وخت او پیسې او د ولس ژوند، درې واړه ځارشي؛ لکه د افغانستان د ټاکنو له سره چې دا درې واړه ځار شول او خدایزده چې ولې ترې ځار شول او د چا په سلا يا د چا په حکم ترې ځار شول.
اصلي خبره دا ده چې په افغانستان کې یا پرېکړې له هېواده د باندې کېږي او یا پرېکړې هله منل کېږي کله چې له هېواده د باندې لومړی ومنل شي؛ او له بده مرغه همدا کار د افغانستان د ټاکنو سره هم وشو هم یې پرېکړه له هېواده د باندې وشوه هم یې نتایج او پایلې له هېواده د باندې توۍ او فول Foul وګڼل شول؛ او څرنګه چې له هېواده د باندې ناستو کسانو ته د ټاکنو پایلې د منلو وړ نه وې (چې تر ټاکنو وروسته د UNDP او لويديځې اروپا په تيره بيا د جرمني په غبرګون کې مو وليدل) نو د هېواد دننه هم ځینو ته د منلو وړ نه شوې؛ ولې خبره داده چې افغانستان ورسره یوه دریمه ستونزه هم لري او زمونږه سپېرکوټي ګورئ چې په دې ستونزه لا تر اوسه پورې نه هغه له هېواده د باندې ناست شین سترګي پوهه شول او نه پرې د هېواد دننه ناست تورسترګي او تورغوږي واکمنان پوهیږي؛ دا دریمه ستونزه د یوه ملت په توګه د افغانانو خوی دی، چې دوی هېڅ هغه پرېکړه نه مني چې د باندې وشي او بیایې په افغانانو د ورتپلو هڅه کېږي؛ که داسې نه وای نو په ۱۹۸۰زکال کې کله چې روسیانو او شوروي وغوښتل چې د کابل پرېکړې به په مسکو کې کېږي. نو څه وشول؟ همدا کنه چې د خلق د ډیموکراټيک ګوند ټول رژيم خو پرېږدوئ چې حتى شوروي اتحاد هم ورسره سر وخوړ او کمونېزم پکې د یوه نظام په توګه د کابل سره سره له پولېنډه، له ختیځ یوروپه، له مسکو نه او حتى له منځنۍ اسیا نه هم کډه وکړه او بيا، له بده بخته په کال 2001 زېږديز کې همداسې یوه نادوده پرېکړه د ”اپرېشن اېنډيورنګ فريډم“ په نوم امریکې او ناټو هم وکړه او اوس د شینوارو د هغه کلي کیسه چې کله په سېلاب کې په شړۍ پسې دنګلي ورور د شړۍ په تمه سيلاب په مخه کړې يږې ته ورتر غاړه وت نو هغه بل ورور ېې چې ورسره د خوړ په غاړه منډې وهلې ورچېغې کړې چې پرېږده، شړۍ پرېږده ګنې ډوبېږې خو سيلاب په مخه کړي ډوبېدونکي ورور ېې ورغږ کړل چې ”زه خو ېې پرېږدمه خو که دا شړۍ مې اوس پرېږدي“ نو نن امریکا او ناټو هم افغانستان پرېږدي خو افغانستان یې نه پرېږدي او د دې نه پرېښودلو په ويره او بوګن کې امریکا او ناټو لګیا دي ناسمې پرېکړې کوي چې یوه ناسمه پرېکړه یې ټاکنې وې او دویمه یې اوس د ډاکټر عبدالله او دولت تر منځ په دواړو غاړو د هغه تړون ورتپل دي چې ډاکټرصاحب عبدالله عبدالله به پکې د افغانستان د هر سره او سپین یا د هر تور او خړ او برګ نیم په نیمه نه بلکې نوي په سلو (۹۰٪)کې څښتن شي؛ نو دې د ٩٠ سلنې حساب ته خو زه په خپله لیکنه کې نه کېنم ځکه چې دا حساب په لنډو او اوږدو دواړو بڼو په بیا بيا شوی دی.
خو دومره وایم چې دا ګډ دولت چې له بده مرغه به د دوو سرونو سره سره په څلورو پښو هم سمبال وي، په اوږدو د پایېدلو ژوی نه دی او د داسې دولت بیا جوړول يواځې د یوې تجربې تکرار نه شو بللی بلکې دا د یوې ناکامې تجربې تکرار دی او په بیا بیا د دې ناکامې تجربې د تکرار سره ايله دومره کېږي چې د بدبختیو او سپېرکوټیو په رنځ د دې اخته ولس ځنکدن پرې اوږدېدلی شي؛ کاش دې ډول تړون افغانستان ته سوله راوستلی شوی یا لږ تر لږه د سولې پیلامه ګڼل کېدلای شوی؛ خو نه داسې نه ده!
او چې داسې نه ده نو څه به کوو زما په انده دوه کاره؛ یا به دې ته کېنو چې تر داسې تړونونو وروسته په افغانستان باندې د يوه بل اوږده ورتپلي جنګ په منځ کې بیا چېرته کومه بله امریکا جمعه دوه ځلوېښت هېوادونه راشي او شل کاله نور ځان هم وځپې او مونږ هم وشپېلي او یا به بیا د دریمې نړیوالې جګړې ډګر شو او داعش ډولي سړي خواره به ډلې ډلې راځي او د کوم راروان مهدي د لارو د څار په هیله به د وخت د هر دجال لښکرې کال په کال ” لومړى د چين سره د لنډ پراته ننګرهار، کنړ، نورستان اوبدخشانه“ او بيا ورپسې زمونږه له نورو کلو، کورونو او ښارونو نه وځي.
خو که دا دواړه حالته نه غواړو، چې څرګنده ده نه یې غواړو! نو بیا به زه تر ټولو وړاندې دې دوو ډاکټرانو صاحبانو ته ځولۍ ونېسم او ورپسې ملا برادر اخند ته او ورسره نورو ټولو ټلو اخندانو او طالبانو ته، چې د خدای لپاره، واک او ځواک تر خدايه وروسته مه تاسو اخلئ او مه یې هغوی له ورکوئ چې فکر کوی هغوی به تاسو راوستلی او په دې ولس به مو مسلط کولى شي، بلکې تر خدايه وروسته د واک او ځواک تر ټولو لویه سرچینه ولس دی، نو واک ولس له ورکړئ او په بیا بیا د مرګ تر کومې د دې ورویستي ولس د لاسونو نه د ملي پرېکړو ځواک مه تروړئ او که رښتیا نه غواړئ، چې د ولس د لاسه دې د ملي پرېکړو ځواک ونه تروړل شي، نو ولس ته د دریم ګړي او ثالث ځای، مقام او حیثیت عملا ومنئ.
ولس پرېږدوئ چې د یوې ځواکمنې ولسي جرګګۍ د لارې لومړی د ډاکټر صاحب غني او عبدالله عبدالله تر منځ په ملي نیاو او ټولنیز عدالت د یوه ولاړ جوړ جاړي او رغون پرېکړه وکړي؛ تور ته تور او سپین ته سپین ووایي؛ مشر مشر وګڼي او کشر کشر او پوسټونه او وزارتونه یا د سمې ملي سلنې پر بنسټ او یا دخدای ورکړي اهلیت او کاریزې تقوا او پوهې په بیناد ووېشل شي او د قلم ډنډر د ټوپک تر شپېلۍ او کونداغه او د توري تر موټي پیاوړې وګڼل شي، او بیا ورسره همدغه پیاوړې او ځواکمنه ولسي جرګګۍ، دا چې د اهلو او وړ پښتنو، تاجکو، بلوڅو، هزاره وو، ترکمنو، ازبکو، پشیانو او بل هر لوی او واړه توکمه د هغوی د ملي سلنې، ملي تقوا، او ولسي باور د لوړې کچې پر بنسټ جوړه شوې وي پرېږدوئ چې د دولت او طالبانو تر منځه د دریمګړي او ثالث په ډول خبرې پیل کړي.
منځګړی او ثالثه جرګګئ به د دولت دا ګیله هم ورکه کړي چې طالبان ولې زمونږه سره مخامخ خبرو ته نه کیني او ورسره به طالبان هم څوک دې ته اړ نه کړل شي چې د دولت سره دې مخامخ خبرو اترو ته کیني؛ بلکې خبرې به د ولسي جرګګۍ په منځګړتوب او دواړو خواو ته د درنو کتلو سره په وړاندې لاړې شي او ډېره شونې ده چې هغه وخت به د طالبانو او دولت تر منځه مخامخ خبرې هم وشي کله چې د دواړو خواو تر منځه لومړى د منځګړى جرګګۍ د لارې د اختلاف په هر ټکي مفصلې او اوږدې خبرې وشوې او د دریم ګړي او ثالثې جرګګۍ په سپارښتنې ورته د هواري لارې پېدا شوې. او بيا به همدا وخت د دولت او طالبانو تر منځ د سولې د يوه ملي تړون د لاسلیکولو وخت هم وي او د يوه داسې پراخه امن وخت هم چې دا تړون ېې افغانستان ته ورکولى شي خو د ډاکټر عبدالله او دولت تر منځ له کوم اوسني تړونه ېې تمه نه شو کولى.
يوه خبره به نه هيروو چې دا ډول ولسي جرګګۍ به سوالګرې نه وي بلکې ځواکمنه او واکمنه ولسي جرګګۍ به وي همدومره ځواکمنه څومره چې د افغانانو ټولې دودیزې جرګګۍ دي دا جرګګۍ به به په ځانګړي ډول په دې ځواک هم سنبالې وي چې پړ ته دې پړ او وړ ته دې وړ ووایي.
ډېر ملګري حق لري چې دا یوه خوږه انګېرنه او Optimism وبولي ولې دا اپټیمیزم به تر هغه پېسېمېزمه او ترخو انګېرنو ډېر غوره وي، کومې ترخې انګېرنې چې همدا اوس لګیا دي د ډاکټر اشرفغني او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د احتمالی لاسلیک شوي تړون پر ځمکه د یوې بلې ملي بې عدالتۍ، خورژه ېي او نفاق زهرجن تخم کري؛ له بده مرغه له دې تخمه ټوکېدلو بوټو هېڅکله زمونږ ولس ته د جنګ له هغو پردو دم کړو زهرو پرته بل څه نه دي ورکړي چې نه پرې دا ولس مري او نه یي ژوند ته پرېږدي خو بس یواځې رنځ او ځنکدن یې اوږدولی شي.
ډاکټر محمد اکبر اکبر، کېنټ، برطانیه
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.