The news is by your side.

ملي امنیت شورا نور طالبان نه خوشې کوي

خبریال وېب پاڼه/ د ملي امنیت شورا وایي، تر هغې چې د حکومتي زندانیانو شمېر ۲۰۰ تنو ته ونه رسیږي، د طالب زندانیانو خوشې کېدل به دوام ونه مومي.

د طالب او حکومت زندانیانو خوشې کېدل د سولې بین الافغاني خبرو پیل پر وړاندې ستره ننګونه.

د افغانستان حکومت وایي په هغه صورت کې چې د حکومت زندانیان د طالبانو له بند څخه خوشې نه شي، خپل ځان د طالب بندیانو خوشې کولو لپاره ژمن نه بولي.

د ملي امنیت شورا وایي، حکومت تر دا مهاله زر تنه طالب بندیان له بند څخه خوشي کړي، خو طالبانو ۱۷۷ زندانیان چې یوازې ۱۰۵ تنه یې پوځیان دي خوشې کړي دي.

د یادې شورا ویاند جاوېد فیصل په ټینګار سره وایي، تر هغې چې د حکومتي زندانیانو شمېر ۲۰۰ تنو ته ونه رسیږي، د طالب زندانیانو خوشې کېدل به نور دوام ونه مومي.

له دې سره د فاریاب والي وایي چې طالبانو پرون ۳۶ حکومتي زندانیان له بند څخه خوشي کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي ۵۳ حکومتي زندانیان یې د فاریاب او بادغیس ولایتونو کې له بند څخه خوشې کړي دي.

له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې او دغه راز د تاوتریخوالي دوام، بله اندېښنه ده چې د ملي امنیت شورا له خوا مطرح کیږي.

بل خوا ولسمشرۍ ماڼۍ وایي مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو پیل لپاره چمتو دی.

له بلې خوا قطر په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ژمنې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره د آسانتیا برابرولو لپاره پر خپلې مثبتي ونډې او هڅې ټینګار کړی دی.

ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې هیله مندي ښودلي ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د بین الافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې د جګړې د پایته رسېدو لامل شي.

بل خوا د امریکا کنګرې څېړنیز مرکز هم په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو بریدونه داسې کچې ته رسېدلي چې د دوحې هوکړې څخه مخکې یې شتون نه لاره، هغه موضوع چې د دغه راپور له لیدلوري څخه د بین الافغاني خبرو پیل لپاره یو له اصلي خنډونو څخه شمېرل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.