The news is by your side.

لغمان کې ٢٧ افغان سرتیري شهیدان شوي

خبریال وېب پاڼه/ په لغمان ولایت كې ٢٧ افغان سرتيرى شهيدان شوي.

‏لغمان کې امنیتي سرچینو تایید کړې ده چې، علیشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو نني برید کې ۲۷ تنه افغان سرتیري شهيدان شوي او نهه تنه نور سرتېري بې درکه شوي دي،  بل لور بیا په غزني ولایت کې هم د افغان پوځ نږدې ۱۰ تنه سرتیري د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې شپږ تنه پوځي سرتېري د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دفاع وزارت ويلي طالبانو تېره شپه دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو په مقابل غبرګون کې په شا وتمبول شول او مرګ ژوبله هم ور اوښتې ده.

خو د سیمې اوسیدونکي بیا وايي چې په دې نښتو کې د ملي ځواکونو یو شمېر ټانګونه سوځول شوي، لس تنه سرتیري وژل شوي او ځینې نور لاهم نادرکه دي.

همداشان نن په غزني ولایت کې هم څلور د ملي اردو سرتیري د طالبانو برید کې وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري ویلي دغه سرتېري نن مازدیګر مهال د جغتو ولسوالۍ دره قیاق سیمه کې خپلې پوستې ته د تلو پر مهال د طالبانو کمین سره مخ شوي دي.

د غزني امنیې قومندانۍ هم دا پېښه منلې ده.

تمه وه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له اوربند او د سولېټړون لاسلیک کېدو سره به افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي، خو طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدنونه کم نه کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.