The news is by your side.

افغان حکومت: نړیوال کنفرانس دې جوړ او طالبان دې سولې ته وهڅول شي

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتي چې د نړۍ د د علماوو په ګډون دې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ او طالبان سولې ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتي چې د نړۍ د علماوو په ګډون د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ او طالبان سولې ته وهڅوي.

اتمر د ویډیو کنفرانس له لارې کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي او د غړیو هېوادونو له سفیرانو همدا راز غوښتي چې کرونا ضد مبارزه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

اتمر ویلي، ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره د خوړو توکو د پوره کولو برخه کې همکاري وکړي.

د هغه په وینا، له افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ به د سولې پروسه او جمهوریت تقویه کړي.

په ورته وخت کې قطر هم په افغانستان کې سولې ته د لاسرسي او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرېدو د افغانانو خپل منځي خبرو له پاره د هڅې ترسره کېدو ژمنې باندې ټينګار کوي.

په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د قطر دایمي استازې افغانستان کې سولې ته د رسېدو هڅ او اسانتیاوو ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي، د نښتو مخنیوی، دسولې ساتنې منځکړیتوب بیا د دې هېواد د بهرني سیاست له پاره لومړیتوب دي.

شیخه هالیه احمد بن سیف آل ثانۍ هیله څرګنده کړې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په نهه ویشتمه لاسلیک شوی هوکړه لیک باید د افغانانو خپلي منځي خبرو د پيلېدو لامل شي ترڅو افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړه پای ته ورسیږي.

هالیه همدارنګه د افغانستان سولې له پاره د ځوانانو او مېرمنو رول په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په همغږۍ دویمې ناستې کوربه توب څخه هم خبرې وکړې.

ملګرو ملتونو کې د قطر دې استازې د سولې په بهیر کې د افغان ځوانانو رول اړین یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې دوحه هغه ناستې څخه کوربتوب کوي تر څو په دې دیموکرایتک او سولې بهیرونو کې د مېرمنو او ځوانانو رول باندې خبرې وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.