بلخ کې د طالبانو له امله ملکیانو له مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه ناوخته ۱۱ بجې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

له سیمې څخه خبریال ته یوې مؤثقې سرچینې منلې ده چې په بلخ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او زیاتوي چې دغه کسان د طالب اورپکو لخوا د تراویح لمانځه څخه په زوره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د کمین نیولو لپاره د سړک کیندلو ته بېول شوي وو چې د هوایي ځواکونو لخوا په بمبارۍ کې شهیدان شوي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت په یوه خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه یې په بلخ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۱ طالب اورپکي وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي او زیاتوي چې پېښه هغه مهال را منځته شوه چې دغې وسله والې ډلې غوښتل د سړک په غداړه مایونه خښ کړي.

خو خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې تېره شپه د تراوېحو پر مهال عام خلک د ټوپک په زور له جوماتونو ویستلي او د لویې لارې د کیندلو او موچل جوړولو په پار یې بېولي وو، تر څو سیمې ته د امنیتي ځواکونو د ورتګ مخنیوی وشي. ولسي وګړي د مجبوریت له مخې اړ شوي دي چې په نیمه شپه د سړک کیندلو او طالب اورپکو ته د ماین خښولو او کمین جوړونې چارې مخته یوسي چې په نا ببره توګه د هوایي ځواک له بمبارۍ سره مخ شول او لسګونه ملکیان یې ټپیان او شهیدان کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې طالب ترهګر له ولسي وګړو څخه د سپر په توګه استفاده کوي بلکې په لسګونه او سلګونه جګړه ییزو صحنو کې یې له ملکیانو څخه ورته ګټه پورته کړې ده.

د خیبر امیري په نوم د سیاسي چارو کارپوه او د بلخو ولایت اوسېدنکي خبریال ته وویل چې دغې وسله والې ډلې عام وګړي په زوره اړ کړي چې د دوی لپاره د مورچل جوړولو چارې مخته یوسي چې په خبره یې د هوایي ځواک د بمبارۍ له امله ۹ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۱۸ نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی.

ویل کېږي تر اوسه پورې هم په سیمه کې د ولسي وګړو لخوا د خپلو عزیزانو لټون روان دی.

طالب اورپکو تر دې مهاله د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More