The news is by your side.

آلمان افغانستان نه نوې بې پیلوټه الوتکه استوي

خبریال وېب پاڼه/د آلمان رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري افغانستان ته نوې ماډل بې پیلوټه الوتکه ولېږدوي.

د آلماني رسنیو د راپور له مخې دغه آلمان غواړي افغانستان ته نوې هېرون ټي پي ډوله بې پیلوټه ې پیلوټه الوتکه ولېږدوي، چې په جګړه ییزه برخه کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د آلمان دفاع وزارت دغه طرحه د دغه هېواد پارلمان ته لېږلې ده او تمه ده چې له تائید وروسته به آلمان افغانستان ته دغه ټي پي ډوله نوې بې پیلوټه الوتکه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له امریکا سره د طالب اورپکو د سولې له لومړي تړون را وروسته دغې ترهګرې ډلې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي، چې تېره اونۍ د نآټو غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان سکاټ کېلر پر طالبانو غږ وکړ چې که له جګړې لاس وانخلي، دوی به یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته را ودانکي.

اوس مهال چې د ناټو ځواکونو لخوا پر طالبانو بریدونه بند شوي، افغان دفاعي ځواکونه د امریکا لخوا افغانستان ته له ورکړل شویو A_29 جنګي جېټ الوتکو څخه په ډېری جنګونو کې کار اخلي چې ډېرې ګټورې هم ثابتې شوې دي.

یو شمېر شنونکي وایي چې امریکا او ځینې نور هېوادونه افغانستان ته غښتلې او په اوسنیو جنګي مانورو سمبالې الوتکې نه ورکوي. دوی زیاتوي چې ډېری الوتکې ژر خرابېږي. ویل کېږي په تېرو څو میاشتو کې د تخنیکي ستونزو له امله تر ۵ زیاتې الوتکې را نسکورې شوې دي.

د آلماني رسنیو د راپور له مخې دغه نوې بې پیلوټه الوتکې په هوا کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدای شي او د نورو په پرتله ضح انځورونه لېږدولی شي، وسلې کارولی شي او دغه راز د جګړې په ډګر کې ترې یرغلیز کار اخیستل کېدای شي.

آلمان وایي چې په دې سره به یې په افغانستان کې جنګي ماموریت لا دقیق او او بریالی وي. د دغه هېواد ځواکونه اوس مهال په د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دوی به افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ چارې مخته وړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance