لوګر: طالبانو ۳ ماشومان په موټر وهلي چې په شهادت رسېدلي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو د لوګر خوشۍ ولسوالۍ ګنډاب کلي کې ۳ ماشومان په موټر وهلي دي او درې واړه يې په شهادت رسولي.

د لوګر امنیه قومندانۍ وايي تېره ورځ د ۳:۰۰ بجو په شاوخوا کې طالب وسله والو د يوې کورنۍ درې تنه ماشومان چې يوه يي انجلۍ او دوه نور هلکان و په موټر وهلي او په شهادت رسېدلي دي او له یاد کړنې ترسره کولو وروسته طالبان له سيم تښتېدلي دي.

د يادونې وړ ده چې طالب وسله والو تل همداسې د وحشيانه عملونو په ترسره کولو سره بې ګناه او ملکي وکړي ټارګټ کړي او وژلي يي دي.

بل لور تېره ورځ ماذیګر مهال د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ محمد حسن کلي کې وسله والو طالبانو پر ملکي وګړو ډزې کړي چې پنځو تنو ملکیانو ته یې چې ماشومان هم پکې شامل دي مرګ ژوبله اړولې.

په یاد برید کې د یو ماشوم په شمول درې تنه شهیدان او یو ماشوم اوبله نجلۍ ټپيان شوي دي.

خوارجو طالبانو په داسې حال کې پر عامو خلکو ډزې کړي او پر شهادت یې رسولي دي، چې روژه په خوله له جومات څخه د کور پر لار وو.

د یادونې وړ ده چې نوموړي کسان قومي مخور وو او د دوی کورنۍ هېڅ کومه دولتي دنده یا هم شخصي بدي نه درلوده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More