کریم خلیلي: پرونی قاتل ډاکتر عبدالله مې ورور دی

خبریال وېب پاڼه/فاطمه دانشیار وایي؛ په هېڅ ټاکنیز ټیکټ کې نه یم خو نن د ښاغلي کریم خلیلي تر وینا پورې چې پر تلویزیون یې کوله، پینځه کاله وړاندې کله چې د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې، ښاغلي خلیلي یو شمېر مدني ټولنې او ځوانان په کارته چهار کې خپل دفتر ته را بللي وو.

خلیلي دغه لیدنه کې هر ځوان ته یوه CD ورکړه چې په هغه کې د کابل د جګړو، چې لویه برخه یې د افشارو د جنګ وه، ۲۶ دقیقه یي ویډیو جوړه کړې وه او هغه ویډیویي سي ډي اوس هم را سره شه ده. په دغه فلم کې ډاکتر عبدالله لیدل کېږي چې د یوې درنې وسلې میل یې د افشارو خوا ته برابر کړی دی.

د همدې لنډ فلم په یوه بله برخه کې ډاکتر عبدالله د یوه لوړ غره په څوکه ولاړ دی او له همغې څوکې د عجیبو او غریبو وسلو په وسیله پر افشارو فیرونه کوي. له افشارو نه په ویرجنه توګه لوګي او لوخړې پورته کېږي چې د کابل آسمان یې تک تور کړی دی. په همدې افشارو کې له کورونو نه اورونه پورته کېږي او په ظاهره داسې ښکاري چې زرګونه هزاره ګانو په کې خپل ژوند بایللی ؤ. دا یوه ستره بشري فاجعه او جنایت ؤ چې موږ ته یې په مستنده توګه را وښود.

د ښاغلي خلیلي په دفتر کې دغه لنډکی فلم چې د جنایت بوی ورنه تللو، په یو لوی سکرین باندې حاضرینو ته وړاندې شو چې د ټولو کرکه او زړه بد والی یې را وپاراوه او ټول ډېر سخت احساساتي شول.

ما زیاته هڅه وکړه چې خپلې اوښکې تم کړم، خو نه شوه، بیا مې په پړوني باندې خپل مخ پټ کړ. څو شېبې وروسته مې چې کله پړونی له مخ ایسته کړ، کتل مې چې په سالون کې ټولو حاضرو نارینه او ښځینه و ژړل، خو استاد خلیلي د نورو په پرتله په لوړ آواز ژړل.

وروسته کله چې ژړا ودرېده او په سالون کې چوپیتا خپره شوه، استاد خلیلي له خپل جېب څخه سپین دستمال را واییست، خپلې اوښکې یې پرې پاکې کړې او ویې ویل:

ګرانو ځوانانو او د جهاد او مقاومت لارویانو، پرې نه ږدئ چې یو هزاره هم ډاکتر عبدالله ته رایه ورکړي او زیاته یې کړه؛ هغه کسان چې ډاکتر عبدالله ته رایه ورکوي، د هغوی ټولو پښې به د افشارو د هزاره شهیدانو په غاړه اېښودل شوې وي. د خبرو په لړ کې استاد خلیلي زما خوا ته مخ را واړاوه او په ډېر حیرت یې را ته وویل:

وه جینۍ، دا فلم مو چې ننداره کړ، بهرنیانو له هوا څخه ډک کړی دی. ټول هغه جنایتونه چې د جمیعت لخوا په کابل کې شوي دي، د همدې ډاکتر عبدالله لخوا قومانده شوي وو.

ما ورته وویل: ښه نو چې ډاکتر عبدالله د هزاره ګانو پر وړاندې دومره ستر جنایتونه کړي دي، څنګه کولی شو په یوه سي ډي ټولې هزاره مېشته سیمې خبرې کړو چې عبدالله ته رایه ورنکړي؟

استاد خلیلي بیا د لږ شېبې لپاره چوپ شو. وروسته یې وویل؛ تاسې ما ته وخت لږ راکړئ، زه به شاوخوا د یو لک CD ګانو د ډکولو فرمایش ورکړم، تر څو ستاسو په واک کې یې درکړو او تاسې یې د ځوانانو پر مټ کولی شئ په ټولو هزاره مېشتو سیمو کې تیت کړئ.

استاد خلیلي ما ته وویل؛ که خپله ته نورو ولایتونو ته د تګ مسؤلیت په غاړه واخلې، ټول لګښتونه به دې زما دفتر درکړي. په جلسه کې له حاضرو کسانو څخه هم یو شمېرځوانان چمتو دي چې نورو ولایتونو کې دنده وکړي او یو شمېر نور په کابل کې د ننه همدا دنده مخته وړي.

څلور ورځې وروسته ما ته د استاد خلیلي له دفتره زنګ راغی او را ته وویل شول چې سي ډي ګانې چمتو شوې دي. موږ سي ډي ګانې تر لاسه او ځینې دوستان مو ولایتونو او یو شمېر نور همکاران مو په کابل کې تیت شوو. دویم ځل ټاکنې ترسره شوې. وروسته له ګڼو جنجالونو اشرف غني ولسمشر شو او له همغې ورځې وروسته زه له استاد خلیلي سره په لیدو بریالۍ نه شوم.

خو د استاد خلیلي نننۍ وینا مې چې د تلویزیون له پردې واورېده او ډاکتر عبدالله ته یې د ورور خطاب وکړ او ویې ویل چې؛ زموږ ټولو جهادي مشرانو کور د ډامتر عبدالله د کمپاین دفتر دی. نوموړي همداراز وویل چې له هر یوه هم سنګري جهادي څخه هیله کوو چې د ډاکتر عبدالله له کمپاین څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

باور وکړئ د استاد خلیلي دا وینا مې چې واورېده او له تېر سره مې پرتله کړه، ماته شوم او ومې ویل چې ولې ډاکتر عبدالله عبدالله پرون قاتل ؤ او نن في سبي الله مجاهد!؟

څنګه پرون یې ۳۰ هزاره ګان په افشارو کې په اور وسوځول او نن د هزاره ګانو وارث او خادم شو؟

د استاد خلیلي نننۍ وینا مې چې له تلویزیون واورېده، له ځانه خجالت شوم چې موږ د چا شا نیولې ده او په چا حساب کوو. همغه چې هر څه یې د خود پرستۍ او دوکه بازۍ په دریځ را څرخي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More