The news is by your side.

غني افغان ځواکونو ته پر طالبانو د بریدونو امر ورکړ

خبریال ویب پاڼه – دافغانستان ولسمشر غني‌افغان امنیتي‌ځواکونو ته امر کړی چې نور دي د طالب یاغیانو خلاف پوځي‌عملیات پیل کړي .

هغه نن د سه  شنبې ماښام په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونوته امر کړی چې له دفاعي حالته راووځي او د “دوښمن” پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي. ولسمشر غني دا امر په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته کړی دی.

مه کېده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې خشونت کم شي، خو لا هم ځانمرګي او وسله وال بریدونه روان دي.

په تازه پېښو کې په ننګرهار کې ځانمرګي او کابل کې د ولادي‌ نسايي په یو روغتون وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي‌ او شاوخوا ۹۰ نور ژوبل دي.

په کابل کې د امریکا سفارت دا بریدونه د “ترهګرو” کار بللی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په کابل کې په سل بستریز نسايي ولادي روغتون باندې برید ته په اشارې په ټویټر کې لیکلي ‌دي: “زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوي.”

ولسمشر غني هم په خپله ویناکې د کابل پر روغتون ننني برید، ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ننني برید او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په اشارې وویل، طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېنګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي.

ښاغلي غني دا بریدونه جنایت وبلل او د غندنې ترڅنګ یې د وژلو شویو او ټپیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه. هغه زیاته کړه چې طالبانو له جنګ او افغان وژنې لاس نه د ی اخیستی او پر افغانانو او عامه ځایونو یې بریدونه ډېر کړي دي.

نوموړي وویل، د افغانانو د امنیت او د عامه تاسیساتو خوندیتوب، او د دوښمن د بریدونو مخنیوي لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې له دفاعي حالته راووځي او بېرته تعرضي حالت ته ستانه شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس هم د دغو بریدونو له کبله خواشیني‌‌ ښودلې ده. نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: “د کابل او ننګرهار بریدونه چې بې ګناه خلک په کې ووژل شول، په کلکه غندم.”

نوموړي ویلي دي چې ناټو به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه وي.

د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو سره هم مهاله دافغانستان بیلا بیلو چارواکو ؛ قامي مشرانو او دولتي لوړ پوړو هم دا بردونه غندلی دي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.