The news is by your side.

کندهار روغتياپالان: د ولس نه همکاري به یو ستر بشري ناورین رامنځته کړي

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار روغتیاپالان وایي، د ولس نه همکارۍ او صحي لارښوونو ته نه پاملرنه به يو ست بشري ناورين رامنځته کړي.

دغه څرګندونې پر داسې مهال کيږي، چې په دغه ولايت کې نژدې ۵۰۰ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

خو چارواکي وایي کېدای شي دا شمېر تر هغه لوړ وي، چي دوی سره ثبت دی.

بل لوري بيا خلک نه يوازي دا چې د ثبت شویو شمېرو په اړه شکمن دي، تر څنګ يې پر روغتيا پالانو باندې نيوکي کوي، چي په روغتونونو کې په کرونا د اخته ناروغانو سره بې پروايي کوي او په سم ډول روغتيايي خدمات نه ورته وړاندې کوي.

په کندهار کي تر دې دمه د کويډ ۱۹- تر ۵ سوه زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چارواکي وايي په دې ولايت کي د کرونا له کبله ۱۱ کسه مړه شوي دي.

په کندهار کې شاوخوا ۸ نورې کورنۍ هم پر شخصي او هغه روغتون چي د کوويډ ۱۹ ناروغۍ د تداوي لپاره جوړ شوی، تور پورې کوي چې هلته ناروغانو ته زورور درمل ورکول کيږي چي د هغوی د مرګ سبب شوي دي.

په کندهار کې د کرونا ناروغۍ د ځانګړي روغتون مشر عبدالرشيد الکوزی وايي، د کرونا له کبله وژل شویو کسانو نورې ناروغۍ هم درلودلې.

په کندهار کي د خلکو ترمنځ بې باورۍ هلته زور واخيست چي يو شمېر کسان په دې روغتون کې مړه شول.

په دې روغتون کي د ۵ سوه مثبتو کسانو څخه يوازې د ۳۰ په شاوخوا کي بستر او نور حضور نه لري.

د کندهار روغتيايي مسؤولین وايي، هغه کسان چي په روغتون کې نشته هغه ددوی سره په مشوره په کورونو کي قرنطين دي او د دوی تر څار لاندې دي.

خو د روغتيا مشر نه يوازې چي د کرونا د پېښي په زياتېدو اندېښنه ښیي، وايي که ولس همکاري ورسره ونه کړي بشري ناورين به رامنځ ته شي.

دی وايي، څوک چي مړه شوي او څوک چي ناروغ دي يو ډول درملنه يې کيږي او يو ډول درمل ورکول کیږي.

په کندهار کي ځوانان او ټولنيز روغتيايي فعالان خلګو ته پر ټولنيزو رسنيو د کرونا سره د مبارزې او مقاومت سپارښتنې کوي.

ډاکټر ګلاب وطنوال وايي خلک بايد له دې ناروغۍ څخه ونه ویريږي خو د مخنيوي تر ټولو ښه لار احتياط بولي.

په کندهار کي د کرونا د مخنيوي په هدف ښار درې ځله قرنطين او ګرځبنديز اعلان شو، دې حالت د خلکو اقتصادي حالت ضعیف کړ، د خوراکي توکو بيې لوړې شوي، د سوداګرو ډک موټرونه په بندرونو کې بند پاتې دي او د کار او ټولنيزو چارو ادارې هم اندېښنه وښوده، چي په کندهار کي ۹۰ سلنه اوسېدونکي د اوزګارۍ سره مخ دي او حالت بايد نرم شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.